اووه کلن ماشوم د کال ۳۰ ميليونه ډالر ګټي

يوټوب اعلان کړی چې يو ۷ کلن ماشوم "ريان" د يادې شبکې يو له ډير عايد لرونکو کسانو څخه دی.

Ryan reviews a dinosaur toy.

Ryan reviews a dinosaur toy. Source: YouTube - Ryan ToysReview

دا ماشوم يوټوب کې د ماشومانو د لوبو توکو ارزونه کوي او ويډيو يې يوټوب کې خپروي.

د ياد ماشوم لومړۍ نوم ريان دی او د هغه د کور ادرس او هم وروستی نوم ندی ذکر شوی.

تير کال ۷ کلن ريان ۲۹.۸ ميليونه ډالر ګټه ترلاسه کړې.

د ۷ کلن ريان يوټوب چينيل په کال ۲۰۱۵ کې پرانيستل شوې.

د ياد ماشوم يوټوب چينل ۱۷ ميليونه پيروان لري او پرانيستې څخه تر دې دمه د ياد ماشوم ويډيوګاڼې ۲۶ ميليارده ځله ليدل شوي.

د يوټوب چينيل د نامتو ويډيوګانو په مينځ کې سوداګريز اعلانونه خپروي چې د هغو ډيره ګټه هم هغو کسانو ته ورکول کيږي کوم چې يوټوب چينلونه لري او د هغو ويډيوګانې ډير کتونکي لري.

۷ کلن ريان سره د هغه مور او پلار هم مرسته کوي ترڅو هره ورځ د يوې نوې ويډيو خپرولو سره د لوبو توکو ارزونه وکړي کوم چې د ميليونو کسانو لخوا پر يوټوب ليدل کيږي.
د ياد ماشوم ۱۵ سلنه د عايد پيسې يو جلا حساب کې اچول کيږي کوم چې دا ماشوم به بالغ کيدو وروسته ورته لاسرسی پيدا کوي.

د فوربز ادارې رپوټ کې سپورتي چينيل Dud Perfect  ۲۷ ميليونه ډالر Minecraft expert Daniel middleton ۲۵ ميليونه ډالر او د ميک اپ يا سينګار چينل  Jeffree Star ۲۴،۲ ميليونه ډلر تير کال يوټوب له لارې ګټلي ترلاسه کړې.

۷ کلن ريان خپل د لوبو يو توکی هم مارکيټ ته وړاندې کړی او د امريکا په شاوخوا ۲۵۰۰ دکانو کې پيرنې لپاره ايښودل شوي.

 

 

 


Share
2 min read

Published

Updated



Share this with family and friends