د ایټالیا په سویل کې د مهاجرو د کښتۍ د ډوبیدو له امله د لسګونو ماشومانو په ګډون ګڼ شمير کسان ډوب شوي

د ایټالیا په سويل ساحل کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۶۰ کسان مړه شوي چې ډير يې له افغانستان څخه وو.

Agents of the Coast Guard surround a drowning victim

Agents of the Coast Guard, with volunteers from the Red Cross and Carabinieri try to recover the body of a migrant closed in a white bag, who died in the shipwreck at sea on 26 February, 2023. Source: Getty / Antonino D'Urso

Key Points
  • د ايټاليا په سواحلو کې شاوخوا ٦٠ مهاجر د لرګيو کښتۍ له ډبرو سره د ټکر له امله ډوب شوي دي.
  • یو تن ژوندی پاتې شوی د مهاجرو د قاچاق په تور ونیول شو.
  • دغه کښتۍ چې د افغانستان، ایران او نورو هېوادونو کډوال پکې سپاره وو، د یکشنبې په ورځ له ترکیې څخه روانه شوه.
د ايټاليا په جنوبي سواحلو کې د مهاجرو يوه لرګينه کښتۍ له ډبرو سره د ټکر له امله د يو شمېر ماشومانو په ګډون ٥٨ تنه مړه شول.
دغه کښتۍ څو ورځې وړاندې له ترکیې څخه د افغانستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو له کډوالو سره روانه شوه او د یکشنبې په ورځ سهار وختي د کلابریا په ختیځ ساحل کې د سټېکاټو دی کټرو په نوم یوه سمندري ځای ته څېرمه توپان له وجې له ډبرو سره ټکر وکړ او ډوبه شوه.
ځايي چارواکي مانویلا کوررا رویټرز ته وویل چې د مړیو شمیر ۵۸ تنو ته رسیدلی.
نوموړي وویل، ۸۱ کسان ژوندي ژغورل شوي چې ۲۰ تنه يې په روغتون کې بستر دي.
پولیسو وویل چې یو ژوندی پاتې شوی د مهاجرینو د قاچاق په تور نیول شوی.
د کوترو ښاروال انتونیو سیراسو ویلي، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د وژل شویو ماشومانو دقیق شمېر تر اوسه په لاس کې نشته.
اغلې کوررا وویل چې کښتۍ درې یا څلور ورځې مخکې د ترکیې له ختیځ ازمیر څخه ايټاليا لور ته حرکت کړی وو، هغې زیاته کړه چې ژغورل شویو کسانو ویلي چې شاوخوا ۱۴۰ څخه تر ۱۵۰ کسان په کښتۍ کې سپاره وو.

هغې وویل، ژوندي پاتې شوي کسان اکثره د افغانستان او همدارنګه یو څو د پاکستان او یوه جوړه د سومالیا څخه وو، هغې زیاته کړه چې د وژل شویو کسانو د هویت معلومول ګران کار دی.

د ايټاليا ولسمشر سرجيو ماتاريلا وويل: «ډېر دغه مهاجر له افغانستان او ايران څخه راغلي وو چې له سختو شرايطو څخه تښتېدلي دي.

د ایټالوي سره صلیب یوه چارواکي ایګنازیو منګیون SkyTG24 ته وویل چې په کښتۍ کې ډیر لږ ماشومان ژوندي پاتې شوي دي

د ملګرو ملتونو د ورک شوي مهاجرو پروژې له ۲۰۱۴ کال راهیسې راپور ښايي چې په مرکزي مدیترانې سمندرګي کې تر ۱۷۰۰۰ زیات مهاجر مړه او يا ورک شوي دي.

شریکول
خپور شوی 27/02/2023 په 1:35pm
وړاندې کوونکی SBS Pashto
سرچینه: AAP