د آسترالیا د ملي پوهنتون (Australian National University) د جندر انسټیټیوټ او د "ازادي زن" موسسې په ګډ نوښت، په کنبرا کې یوه غونډه جوړه شوه چې موخه یې د افغان ښځو د حقونو ننګونې مطرح کول او نړیوالو ته د پيغام رسول و.
په دې غونده کې په آسټرالیا کې د افغانستان سفیر، وحیدالله ویسي، د افغان مخکښو ښځو د موسسې مشرې، مریم زاهد، د آسټرالیا د ملي پوهنتون استاد، پروفیسور ویلیام مېلي او د آسترالیا ملي پوهنتون د جندر انسټیټیوټ مشرې پروفیسور فیونا جینکنز ګډون کړی و.
په غونډه کې "د افغان ښځو د حقونو د پرمختګ" راپور وړاندې شو او د دغه راپور د بېلابېلو اړخونو د څېړلو ترڅنګ، د نړیوال ملاتړ د پیاوړتیا د لارو چارو په اړه بحث وشو.
LISTEN TO

عرفان په آسټرالیا کې ژوند کوي خو په افغانستان کې یې د انجونو له ۱۰۰ څخه ډېر پټ ښوونځي جوړ کړي دي
SBS Pashto
07:40
په آسټرالیا کې د افغانستان سفیر، وحیدالله ویسي دغې غونډې ته د وینا پرمهال د افغان ښځو د مقاومت او زغم ستاینه کړې او ویلې یې دي چې په افغانستان کې روان حالت د "جنسیتي اپارتاید" یو څرګنده بیلګه ده.
ښاغلي ویسي وویل: "د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له سقوط راهیسې، افغان ښځې په سیستماتیک ډول له ټولنې څخه ایستل شوي او د دوی له اساسي حقونو څخه محرومې شوې دي."
"دا د جنسیت پر بنسټ د توپیري چلند تحمیل دی - د جوړښتي تاوتریخوالي یوه بڼه چې له عامه ژوند څخه د ښځو لرې کولو، د هیلو د خاموشولو او د ملت د نیمایي برخې د غیر مشروع کولو لپاره ډیزاین شوې ده."
"خو، د دې تیارو په منځ کې، رڼا شته، انعطاف شته، مقاومت شته او دا هغه څه دي چې نن موږ دلته سره راټولوي."
د افغانستان سفیر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر "اصولو ولاړ دریځ " غوره کړي. هغه ویلي چې دا اصول باید پنځه اساسي ټکي ولري: له طالبانو سره مشروط تعامل، د ښځو حقونو بیا ر اژوندي کول، ټولګډونه سیاسي خبرې، د خلکو پر بنسټ بشري ملاتړ، او له نړیوالو عدلي او قضايي مراجعو سره د عدالت تعقیب.
هغه زیاته کړه: "د افغانستان راتلونکې باید د یوې واحدې وسله والې ډلې لخوا و نه ټاکل شي چې خپل خلک له پامه غورځوي، خپل اساسي قانون ته درناوی نه کوي، او نړیوال نورمونه تر پښو لاندې کوي."
"که څه هم د دې پیچلي بحران په حل کې ښکیلتیا اړینه ده، خو دا باید د عدالت، شمولیت او د افغانانو د بنسټیزو حقونو په بیه نه وي - په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو."
LISTEN TO

د کډوالو جبري ستنېدو سره همهاله، په کابل ښار کې د کورونو کرایې لوړې شوې دي
SBS Pashto
05:01
د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.