Exclusive

له یوې لسیزې ځنډ وروسته، اسټراليا ته کښتيو له لارې راغلي کډوال کولی شي خپل کورنۍ غړي راولي

د اسټراليا حکومت لس کاله ځنډ وروسته د هغو کډوالو په حق کې ځيني مهمې پريکړې وکړې کوم چې کښتيو له لارې په غير قانوني توګه اسټراليا ته راغلي او پناه يې اخيستې. د ليبر حکومت له وروستيو پريکړو څخه به زرګونه کډوال چې اسټراليا ته کښتيو له لارې راغلي او ميشت دي، د هغوی ژوند بدل شي.

Immigration Minister Andrew Giles gestures as he speaks during Question Time in the House of Representatives at Parliament House in Canberra.

Immigration staff numbers are being doubled to 40 to help manage the additional family visa applications as a result of the policy change. Source: AAP

Key Points
  • اسټراليا ته په غير قانوني توه کښتۍ له لارې راغلو کډوالو باندې د کورنيو راوستلو محدوديت لرې شو
  • تمه کيږي له افغانستان او ايران څخه راغلوکډوالو باندې به د حکومت ورستۍ پريکړه تر نورو ډير اغيز وکړي
  • حکومت وايي چې دا اقدام د کورنيو ويزو د غوښتنلیکونو ډير شمير نه طی مراحل کولو حل لپاره يوه"انساني" تګلاره ده.
تير کال حکومت اعلان وکړ چې اسټراليا ته ټولو هغو کډوالو او پناه غوښتونکو ته به د اسټراليا دايمي ويزې ورکوي کوم چې کښتيو له لارې په غير قانوني ډول اسټراليا ته راغلي او له کلونو راهيسې نامعلوم راتلونکي سره ژوند کوي.

د تير حکومت سختو پاليسېو له مخه ټولو هغو کډوالو او پناه غوښتونکو ته لنډمهاله ويزې ورکړې وې چې د کښتيو له لارې غير قانوني اسټراليا ته راغلي ول.

يادو کسانو په ډيرو مواردو کې اجازه نه درلوده ترڅو له اسټراليا څخه بهر سفر وکړي او يا هم خپل کورنۍ غړي اسټراليا ته راولي.

افغانستان او پاکستان څخه راغلي زرګونه کډوال لدې نا معلوم حالت څخه ځوريدل.

په تيرو فدرالي ټاکنو کې د ليبر ګوند د حکومت واک ترلاسه کولو وروسته اعلان وکړ چې اسټراليا کې ميشت ټولو هغو پناه غوښتونکو او کډوالو ته به د اسټراليا دايمي ويزې ورکوي کوم چې کښتۍ له لارې غير قانوني اسټراليا ته راغلي او له کلونو راهيسې اسټراليا کې ژوند کوي.

حکومت لدې اعلان سره دا هم وويل چې د دايمې ويزو ويش به د ۲۰۲۳ کال څخه پيلوي.

اسټراليا ته کښتۍ له لارې راغلو کډوالو په حق کې نن يوه بله مهمه پريکړه وشوه

اس بي اس ته په ځانګړو بيان کې د اسټراليا مهاجرت وزير اعلان وکړ چې لدې وروسته اسټراليا ته کښتۍ له لارې راغلي کډوال کولی شي خپل کورنۍ غړي اسټراليا ته دعوت کړي.

تمه کیږي چې دا بدلون به د لسګونو زرو کورنیو غړي له يو بل سره يوځای کړي.

د پخواني ایتلافي حکومت د کډوالۍ پالیسي له مخې به د هغو کډوالو کورنيو غوښتنليکونو ته تر ټولو ټيټ لومړيتوب ورکوو کوم چې کښتيو له لارې په غير قانوني توګه اسټراليا ته راغلي ول.

د ليبر حکومت د مهاجرت وزیر انډریو ګیلز اوس په رسمي توګه دا پالیسي بیرته اخیستې، او لدې وروسته اسټراليا کې ميشت کډوال په اسانۍ کولی شي خپل کورنۍ له بهر څخه دعوت کړي.
دا کډوال لومړی بايد د اسټراليا دايمي ويزه واخلي او د حکومت ژمنې سره سم کښتيو له لارې راغلو کډوالو ته د اسټراليا دايمي ويزې ورکوي.

د اسټراليا حکومت پداسې حال کې کښتيو له لارې راغلو کډوال له کورنيو سره يوځای کوي چې دوی له تيرو لسو کلونو راهيسې له خپلو کورنيو څخه جلا ول.

ښاغلي ګیلز اس بي اس نیوز ته وویل. حکومت د مهاجرت کارمندانو شمیر هم ډیر کړی چې په پیچلو شرایطو کې د افرادو لپاره ویزې پروسس کړي. همدا ډول ويزو طی مراحل لپاره د اوسني کارمندانو ۲۰ کسيزه ډله به دوه چنده ۴۰ ته ورسوي.

تمه کیږي چې د افغانستان او ایران څخه د کورنۍ ویزې غوښتونکي به ترټولو لوی شمير جوړ کړي.
افغانستان باندې د طالبانو واکمنۍ وروسته دا مهال له ياد هيواد څخه د کورنيو بهر ته سفر کول ګران شوي ولې دا به نورو ټولو هغو کورنيو لپاره يوه اسانه لار وي چې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي.

ایتلافي ګوند تير حکومت دا سختې پاليسۍ ځکه وړاندې کړې وې ترڅو کښتيو له لارې د لا نورو غير قانوني پناه غوښتونکو راتګ مخه ونيسي.

د ليبر نوی حکومت وايي، د کښتيو له لارې د نوو پناه غوښتونکو راتګ پر وړاندې د حکومت پاليسې نده بله شوې او هر څوک چې هڅه وکړي چې کښتۍ له لارې غير قانوني اسټراليا ته راشي هغوی به بيرته استول يا اسټراليا څخه بهر پناه غوښتونکو توقيف ځايونو ته استول کيږي.

د مهاجرت شنونکي تمه لري چې دا به د حکومت لخوا د فدرالي بودیجې وړاندې کولو سره عملي بڼه غوره کړي ځکه چې نوی بدلون به په اسټراليا کې پر ۳۱،۰۰۰ لنډمهاله ويزه لرونکو اغيز ولري.

زموږ د له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ 
 ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ 

زمونږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له  یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 10/02/2023 په 4:41pm
لخوا Anna Henderson
وړاندې کوونکی SBS Pashto, Abdullah Alikhil
سرچینه: SBS