د اسټراليا حکومت افغانستان کې ميشتو کسانو ويزو غوښتنليکونه نه پروسس کوي

د اسټراليا حکومت په دې تورن شوی چې افغانستان کې ميشت د اسټراليا ويزو غوښتونکي له پامه غورځولي او "د افغانستان له ستونزو يې لاس اخيستی."

Child speaks to his mother in a long airport queue.

The government is being accused of "washing its hands of .. the Afghan problem". Credit: Supplied: Department of Defence

Key Points
  • د کورنیو چارو وزارت به هر هغه چا ویزه طی مراحل نه کړي چې په افغانستان کې بند پاتې دي.
  • د مهاجرت وکیل وايي چې د اسټراليا حکومت له ستونزې څخه "لاسونه پاکوي".
  • هغه دا هم وايي چې د اسټراليا حکومت حتی د هغو کسانو لپاره چې له افغانستان څخه تښتي د شالید ازموینې ته پراختیا نه ده ورکړې.
د اسټراليا حکومت په خاموشۍ سره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د هغو زرګونو کسانو چې هلته بند پاتې دي د هغوی د ويزو غوښتنليکونو پروسس کول بند کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې هر هغه څوک چې حکومت يې لومړيتوب نه ګڼي د هغوی غوښتنلیکونه نه پروسس کوي بلکې هغه ردوي.

حکومت وايي د ۲۰۲۱ په اګست کې د سخت دریځې اسلامپالې ډلې له خوا پر افغانستان واکمنۍ وروسته دوی نشي کولی چې ويزو غوښتنې کوونکو شالید چک يا بايو ميټريک وکړي.

دا پریکړه پدې معنی ده چې په زرګونه افغانان چې اوس مهال په افغانستان کې بند پاتې دي هغوی اړ کيږي چې له خطر ډک سفرونه وکړي ترڅو له افغانستان څخه باهر شي او د اسټراليا بشري ويزو ترلاسه کولو لپاره انتظار وباسي.
حال داچې طالبانو د افغانانو هيواد پريښودو هڅې خورا محدودې کړي.

اس بي اس نیوز له حکومت څخه وپوښتل چې کل دوی ه دا پریکړه کړې ولې ځواب یې ترلاسه نه کړ.

د مهاجرت یو مخکښ وکیل وايي چې د اسټراليا حکومت د افغانستان او افغانانو له ستونزو څخه خپل لاسونه پاکوي، حتی د هغو کسانو لپاره چې له افغانستان څخه په تیښته بریالي کیږي بيا هم د مهاجرت اداره وايي چې نورو هيوادونو کې د شاليد چک يا بايوميټريک اسانتياوې نه برابروي.
A white man in a suit smiles while sitting in parliament
Immigration Minister Andrew Giles. Source: AAP / Mick Tsikas
د کورنیو چارو ویب پاڼه کې ليکل شوي چې افغانستان کې داسې اسانتیاوې شتون نلري چې د بایومیټریک ازموینې ترسره کړي ترڅو د اسټراليا ويزو د غوښتونکي هویت او شالید تایید کړي - یا په افغانستان کې د ویزې مرکې ترسره کړي.

"د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې هغو کسانو لپاره چې د دوی د غوښتنلیک پایلې ته په تمه دي ناڅرګندتیا کمه شي او د اړتیا وړ خلکو ته اسټراليا کې میشتیدنه په وخت سره چمتو شي نو دې ټولو لپاره هغه د اسټراليا ويزو غوښتونکي چې د [بشري] پروګرام په لومړیتوبونو کې نه راځي او په افغانستان کې پاتې دي د هغوی کيسونه يا غوښتنليکونه رد کيږي."

د اسټراليا حکومت ويزو ورکړې او يا غوښتنليک طی مراحلو لپاره خپل لومړیتوبونه وړاندې کړي چې په هغو کې د اسټراليا د حکومت په افغانستان کې پخواني افغان ژباړوونکي او کارمندان د هغوی ژوند ملګري او ماشومان يي چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو څخه کم وي، توکمیزو اقلیتونو، LGBTIQ+ او نورو پیژندل شوي اقلیت ډلې لیست شوي دي.

پوځي وکیل ګلین کولومیټز، چې د سلګونو پخوانیو افغان متحدینو په ایستلو کې یې مرسته کړې، تایید کړه چې هغه ته د کورنیو چارو د چارواکو لخوا خبر ورکړل شوی چې دوی به د افغانستان دننه غوښتنلیکونه پروسس يا طی مراحل نه کړي.

ښاغلي وويل چې د مهاجرت ادارې ورته ويلي "ستاسو غوښتنلیکونه به حتی پروسس هم نه شي او نه به وڅیړل شي، ځکه چې استرالیا نشي کولی په افغانستان کې د بایومټریک ازموینه وکړي."

ښاغلي وويل د حکومت ياد ځواب يې وپوښته او ځواب کې نوموړي ته وويل شول: دا د حکومت پاليسي ده.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې اس بي اس پښتو خپرونې د خپل یوې پخوانۍ خبریالې په اړه رپوټ خپور کړ چې د کډوالۍ ویزې ترلاسه کولو په تمه وه او د ایټالیا په سواحلو کې د یوې کښتۍ په تراژیدۍ کې ډوبه شوه.

'خطرونو ته پام وکړئ'

د کورنیو چارو وزارت مخکې ایس بی ایس نیوز ته ویلي وو چې ۳۱۵۰۰ افغان کډوال اسټراليا کې ځای پر ځای شوي، خو دا یې روښانه نه کړه چې څومره یې له افغانستانه بهر وو.

یوه ویاند وویل چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو په اوږدو کې د ۱۷۸۷۵ بشردوساته ويزو له لارې له ټولې نړۍ څخه کډوال په اسټراليا کې ميشت شوي.

دوی زياته کړه، "موږ به په افغانستان کې وضعیت له نږدې څارو، او د زیان منونکو ډلو ځانګړو اړتیاوې په نظر کې نيسو."

د مهاجرت وزارت وايي، "د آسټرالیا د بشردوستانه پروګرام یو شمیر هغه ملیتونو، توکمیزو او مذهبي ډلې تر پوښښ لاندې راولي چې د جګړې او ځورونې له امله بې ځايه شوي.
دا پروګرام په انعطاف وړ توګه کار کوي ترڅو د بشردوستانه بیړنیو پیښو لکه افغانستان، او د بیا میشتیدنې نړیوالو اړتیاوو ته په اغیزمنه توګه ځواب ووایي."
Child holds a scarf in his mother's hair as the father embraces her under a plane wing.
Australia did biometric testing in Dubai just after the fall of Kabul, but has since stopped. Credit: Supplied: Department of Defence
د کورنیو چارو ویبپاڼه کې ليکل شوي، هغه افغانان چې له افغانستان څخه د وتلو په اړه فکر کوي "که چیرې دوی د هرې لارې د وتلو هڅه وکړي دوی بايد خطرونه په دقت سره په پام کې ونیسي".

خو ښاغلي کولومیتز وویل، د هغه ټیم له یو شمیر هغو افغانانو سره اسټراليا ته راوستلو برخه کې مرسته کوي کوم چې پخوا يې داسټراليا حکومت سره مرسته کړې، لکه افغان ترجمانانو او افغان جنرالان چې د اسټرالیا سرتیرو سره يې له نږدۍ کار کړی.

د اسټراليا بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ په میاشت کې د سنا مجلس ته معلوماتو ورکولو کې وويل، يوازې بهر ته د اسټراليا د حکومت پخواني ترجمانانو څخه ۶ تنه پاتې دي ترڅو اسټراليا ته راوستل شي.
ياد وزارت وويل چې ۳ ترجمانان دا مهال افغانستان کې پاتې دي او د اسټراليا حکومت نشي کولی د هغوی بايو ميټيريک وکړي.

A small group of men holding guns outside.
The Taliban has restricted attempts to leave Afghanistan. Source: Getty / Hector Retamal / AFP
ښاغلي کولومیتز وویل چې د هغه ټیم له ځينو افغانانو سره مرسته کړې چې له افغانستان څخه په قانوني توګه وتښتي - د پاسپورټونو، افغان شناختي کارتونو او دریم هیوادونو ته د ویزو په مرسته دوی له افغانستان څخه ويستل شوي - خو ځینې یې په پاکستان کې بيا له خطر سره مخ دي ځکه چې طالبان هلته د پام وړ حضور لري.

هغه وویل، دوی افغانستان ته د ستنیدو له ګواښ سره هم مخامخ شوي ځکه په دریمو هیوادونو کې د هغوی لنډمهالو ويزو موده پای ته رسيدلې.
LISTEN TO
dr dawar 2 image

څنګه مو خپل TPV او SHEV ويزه د اسټراليا په دايمي ويزې بدلوی شئ؟

SBS Pashto

14/02/202312:30

'پروسس کولو کې تر ټولو ډير لومړيتوب'

د حکومت یوه ویاند وویل: " د اسټراليا حکومت پخواني افغان کارمندان چې تصديق شوي وي او د هغوی نږدې کورنۍ غړي د بشردوستانه پروګرام ځایونو کې اسټراليا لپاره ترټولو لوړ لومړیتوب لري او دا به همداسې دوام کوي".

استرالیا د کابل له سقوط سمدستي وروسته د دوبۍ په المنهاد هوايي ډګر کې د بایومټریک مرکز څخه کار واخیست او د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې دا ځای اوس هم فعال پاتې دی او خلک کولی شي هلته مراجعه وکړي.

امریکا، کاناډا او یو شمیر اروپايي هیوادونه په خلیجي هیوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو د بیا میشتیدنې د ګړندي کولو په موخه شاليد يا بايوميټريک ازموینې ترسره کوي او بل دا چې له کابل څخه دوبۍ ته مستقیم الوتنې لاهم شتون لري.
Policeman looks at a wall riddled with bullet holes.
The Taliban remains a dangerous presence in Pakistan, where it carried out an attack on a police compound just last month. Source: Getty / Asif Hassan / AFP
ښاغلي کولومیټز وویل چې هغه د "هیڅ افغان څخه ندي اوریدلی" چې په دوبۍ کې د اسټرالیا لخوا يې بايو ميټريک ازموینې ترسره شوي وي. "

ښاغلي زياته کړه "هیڅ دلیل شتون نلري" چې حکومت ونشي کولی خپلې ازموینې هغه کچې ته فعاله وساتي چې کله يې د کابل له سقوط وروسته يې فعاله کړی وه او افغانان يې له مخه چک او اسټراليا ته راوستل.
د اسټراليا حکومت څخه غوښتل شوي ترڅو په مينځني ختيځ کې د شاليد يا بايو ميټريک چارې فعاله کړي ترڅو افغانان سخت حالت کې شاته پرينښودل شي.


شریکول
خپور شوی 16/03/2023 په 1:42pm
اپډیټ شوی 18/03/2023 په 12:22am
لخوا Finn McHugh
سرچینه: SBS