د آسټراليا د امامانو ملي شورا د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

د آسټرالیا د امامانو ملي شورا اعلان وکړ چې د جون د میاشتې ۱۶مه نېټه (یکشنبه) د لوي اختر لومړۍ ورځ ده.

Eid Mubarak calligraphy Greeting Card 2018 Vector

Eid Mubarak calligraphy Greeting Card 2018 Vector Source: Getty / Getty Images

 د آسټرالیا د امامانو ملي شورا (Australian National Imams Council) لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي‌ چې د جون ۱۶مه نېټه (د یکشنبې ورځ) په آسټرالیا کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د امامانو شورا وايي، سعودي عربستان نن جمعه (د جون ۷مه) د ذې الحجې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې، له همدې امله د آسټرالیا لوی مفتي ډاکټر ابراهیم ابو محمد اعلان کړی چې شنبه د جون ۱۵مه د عرفات او یکشنبه د جون ۱۶ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. 

د آسټرالیا لوی مفتي او د فتوا شورا له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره "ټولې اسلامي نړۍ او د آسټرالیا مسلمانانو ته" د اختر مبارکي ویلې ده.
2024-06-07_16-44-57.jpg
Credit: ANIC
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.


شریکول
خپور شوی 7/06/2024 په 4:46pm
سرچینه: SBS