د آسټرالیا د امامانو شورا د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

د آسټرالیا د امامانو ملي شورا اعلان کړی چې راتلونکې چهارشنبه د اختر لومړۍ ورځ ده.

Eid Mubarak calligraphy Greeting Card 2018 Vector

د آسټرالیا د امامانو شورا د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه Source: Getty / Getty Images

د آسټرالیا د امامانو ملي شورا لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي‌ چې د روانې اپریل میاشتې ۱۰مه نېټه (د چهارشنبې ورځ) په آسټرالیا کې د کوچني اختر لومړی ورځ ده.

په اعلامیې کې راغلي چې د سه شبنې ورځ (د اپریل ۹) د روژې مبارکې میاشتې وروستۍ ورځ ده.

دغه شورا وايي‌ د فتوا شورا ته نړیوالو او کورنیو څارونکو تایید کړې چې نوې سپوږمۍ د سه شنبې په ورځ د سهار په ۴ بجو او ۲۰ دقیقو په سیډني کې پیدا کېږي.

د آسټرالیا لوی مفتي ډاکټر ابراهیم ابو محمد او د امامانو د ملي شورا غړو په آسټرالیا کې مېشتو مسلمانانو ته له خوښیو د ډک اختر هیله څرګنده کړې او د مسلمانانو ټولنه یې هڅولې ترڅو له خپلو ګاونډیانو او ملګرو ته د اسلام ریښتینی او سوله ایز انځور وښيي.
426275533_840707004764593_1298638209657510758_n.jpg
Credit: Facebook / ANIC
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 4/04/2024 په 6:20pm
اپډیټ شوی 4/04/2024 په 6:43pm
سرچینه: SBS