د انزک (Anzac) په ورځ، په ټول هیواد کې آسټرالیایان هغه کسان یادوي چې په اردو کې یې خدمت کړی، هغه کسان چې د آسټرالیا لپاره یې جګړه کړې او هغه کسان چې د آسټرالیا او نوي زیلنډ په ځواکونو کې د دندې پرمهال وژل شوي دي.
د اپریل ۲۵مه یا د انزک ورځ په آسټرالیا کې عمومي رخصتي وي.
انزک د یادونې ورځ ده چې د سهار او لمر لوېدو مراسمو، د ګلونو د ایښودلو مراسمو، د پخوانیو سرتیرو لخوا په لاریونونو او د شیر – یا خط په څیر د لوبو دودونو سره نمانځل کېږي.
په ټوله آسټرالیا کې د انزک ورځې په لویو مراسمو کې د ګډون لپاره چېرته تللی شئ؟
د آسټرالیا په لویو ښارونو کې د انزک ورځې مراسم په مهمو ځایونو کې ترسره کېږي.
سېډني: د سېډني د مارټېن پلېس په سینوټاف کې د انزاک د ورځې سهارني مراسم ( Dawn Service) به د سهار په ۴ بجو او ۲۰ دقیقو پیل شي. تمه کېږي چې زرګونه کسان به وژل شویو سرتیرو ته د درناوي لپاره راټول شي.
ملبورن: د Dawn Service مراسم ، Shrine of Remembrance کې د سهار په پنځه نیمو بجو پیلېږي. په دې مراسمو کې سرودونه، د ګلونو ګېډۍ ایښودل او د وېکټوریا د ګورنر جنرال وینا شامله ده. د مراسمو ځای سره نږدې سکرینونه به خلکو ته اجازه ورکړي چې د مراسمو ننداره وکړي.
برزبن: د انزک چوک په Shrine of Remembrance کې د Dawn Service مراسم د سهار په ۴ بجو او ۲۸ دقیقو پیلېږي. د برزبن د انزک ورځې مظاهرې د اډیلیډ او جورج سړکونو له کونج څخه د سهار په ۹ بجو او ۴۵ دقیقو پیلېږي.
پرت: په کینګز پارک کې سهارني مراسم د سهار په ۵ بجو او ۴۵ دقیقو پیل کېږي، د انزک ورځې مظاهره د سهار په ۹ بجو د سینټ جورج ټریس په اوږدو کې پیلېږي.
اډېلېډ: په نشنل کار میموریل کې سهارني مراسم د سهار په ۶ بجو پیل کېږي او د انزک ورځې مظاهره به د سهار په ۹ بجو او ۳۰ دقیقو د ګاولر پلیس او شمالي ټیرس له څلور لارې څخه پیل شي.
هوبارټ: د هوبارټ ښار، د ار ایس ایل په سینوټاف کې د سهارني مراسم د سهار په ۶ بجو ترسره کېږي. د انزک ورځې مظاهرې د الیزابت سړک پر سر په ۱۱ بجو پیلېږي.
داروین: په سینوټاف کې سهارني مراسم د سهار په ۶ بجو پیل کیږي، ورپسې د انزک ورځې مظاره د سهار په ۹ بجو په نکي سړک کې پیل کیږي.
کنبرا: د آسټرالیا د جګړې په یادګار (آسټرلیا وار میموریل) کې د سهارني مراسم د سهار په ۵ بجو او ۳۰ دقیقو پیلېږي.