Key Points
- Foreign Affairs minister Penny Wong announced Australia will not recognise West Jerusalem as the capital of Israel.
- Senator Wong's announcement reverses a decision made by former prime minister Scott Morrison in 2018.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ اعلان وکړ چې نور به لویدیځ بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت ونه پیژني.
سناتورې وانګ د سه شنبې په ورځ دا اعلان وکړ، او د پخواني لومړي وزیر سکاټ موریسن لخوا په ۲۰۱۸ کې شوې پریکړه بیرته واخیستله.
د اسټراليا پخواني لومړي وزير ښاغلی موریسن د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پریکړه تعقیب کړه چې په ۲۰۱۷ کال کې یې رسمي اعلان وکړ چې نور به لویدیځ بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژني او د امریکا سفارت یې له تل ابیب څخه لویدیځ بیت المقدس ته انتقال کړ.
سناتورې وانګ وویل چې ليبر ګوند هغه مهال په ۲۰۱۸ کې په خپل نظر ټینګ پاتې وو چې بیت المقدس د "وروستي حیثیت مسله" پاتې ده چې باید د فلسطین او اسراییلو ترمنځ حل شي.
هغه څه چې خلکو ولیدل د هغه ورځې لومړی وزیر هڅه کوله چې بهرنۍ پالیسي غوره کړي ترڅو څوکۍ ته رایه وګټي.Senator Penny Wong
هغې وویل چې دا یوه مسله ده چې "باید د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د هر ډول خبرو اترو د حل په برخه کې حل شي".
اغلې په دې اړه وویل، "مونږ نړيوالو هڅو ته چې مسوليت سره سم پرمختګ وشي او د دوه هيوادونو سوله ايز شتون له مخه د حل لار پيدا شي."
"البته د اسټرالیا سفارت په تل ابیب کې دی او هلته پاتې کيږي."
د بهرنيو چارو وزيره پيني وانګ وايي، د پخواني لومړي وزير سکاټ موريسن پخوانۍ دريځ چې لویدیځ بیت المقدس يې د اسراییلو د پلازمینې په توګه پيژندلی وو د نړيوالې ټولنې اکثرو هيوادونو خلاف عمل وو.
د بهرنيو چارو وزيره وايي، پخواني لومړي وزير په فدرالي ټاکنو کې د يهودو رايو جذبولو لپاره دا کار کړی و.

Donald Trump relocated the US embassy from Tel Aviv to West Jerusalem. Source: AP / Morry Gash
هغې وویل، "آسټرالیا به تل د اسراییلو ثابت دوست وي... موږ به د اسراییلو او په استرالیا کې د یهودي ټولنې په ملاتړ کې دریغ نه کوو. موږ د فلسطین د خلکو په ملاتړ کې د بشردوستانه مرستو په ګډون په مساوي توګه ثابت یو."
دا اعلان د ګارډین له هغه راپور وروسته شوی چې د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت په دې وروستیو ورځو کې له خپلې ویب پاڼې څخه حذف شوي جملې په ګوته کړې چې پکې لیکل شوي: "د دې اوږدې مودې پالیسي سره سم، د ۲۰۱۸ په دسمبر کې، استرالیا لویدیځ بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژنده.
د اپوزیسیون مشر پیټر ډوټن د ليبر ګوند د پريکړې بیرته راګرځیدو هدف ته اشاره کړې او حکومت یې د اسراییلو سره د خرابو اړیکو په جوړولو تورن کړی.
هغه وویل، "له اسراییلو سره ښکیلتیا مهمه ده، او موږ به دې ته دوام ورکړو ځکه چې دوی په نړۍ کې د ډیرو دښمنانو په وړاندې په ډیرو لارو کې ښه ملګري او متحدین دي."
"زه به یقینا د ليبر واکمن ګوند څخه لیکچر نه اخلم کله چې د اسراییلو سره د اړیکو خبره راځي."
فلسطیني سیمې او اسراییل دواړه بیت المقدس د خپلې پلازمینې په توګه بولي.