Breaking

اسټراليا افغانانو لپاره ۱۵۰۰۰ ويزې اعلان کړې

د اسټراليا حکومت اعلان وکړ چې راتلونکو څلورو کلونو لپاره افغانانو ته د بشري او هم کورنيو ويزو پروګرام لاندې ۱۵۰۰۰ ويزې ځانګړي کړي. د ويزو اعلان سره په ورته وخت کې د اسټراليا په افغانستان کې ناکامی په اړه يو بل رپوټ هم خپور شو.

Immigration Minister Alex Hawke

Immigration Minister Alex Hawke Source: AAP Image/Lukas Coch

د اسټراليا حکومت اعلان وکړ چې راتلونکو څلورو کلونو دوران کې افغانانو ته د بشري او هم کورنيو ويزو پروګرام لاندې ۱۵۰۰۰ ويزې ځانګړې کوي.

د اسټراليا مهاجرت وزير اليکس هاک وويل، د ويزو ورکړې پروسه به د اسټراليا د کډوالی پروګرام لاندې عملي شي او په اعلان شوو ويزو کې ۱۰۰۰۰ بشري مرستو او ۵۰۰۰ د کورنيو غړو يوځای کيدو ويزې شاملې دي.

ښاغلي وويل، “د افغانستان جګړه اسټراليا لپاره تر ټولو اوږده جګړه وه او په دومره شمير بشري ويزو اعلان د همدې اوږدې جګړې ښکارندويي کوي او بيا له عراق او سوريي وروسته افغانستان سره په دومره شمير بشري ويزو مرسته کيږي.“

ښاغلي زياته کړه، “د اسټراليا حکومت به د ويزو پروسس کولو شمير څاري او کيدای شي راتلونکې کې دا پروګرام لا نور هم پراخ کړي.“
ښاغلي هاک وويل، له افغانستان څخه ډير شمير افغانانو اسټراليايي ويزو لپاره غوښتنليکونه ورکړي.

يوازې تيرو څو مياشتو راهيسې ۱۴۵،۰۰۰ افغانانو د اسټراليا بشري ويزو لپاره ۳۲،۵۰۰ څخه ډير غوښتنليکونه سپارلي.

ښاغلي هاک وويل، “ د ډير شمير افغانانو غوښتنليکونو ترلاسه کول او د ټولو طی مراحل او لومړيتوبونو ورکولو لپاره د مهاجرت ادارې يو ځانګړی ټيم ټاکلی چې پدې برخه کې کار کوي.“

د اسټراليا مهاجرت اداره به د اسټراليا پخواني افغان کار کوونکو، د هغوی د کورنيو نږدې غړو، ښځو، ماشومانو،  همجنسبازانو او لږکيو ته لومړيتوب ورکړي.

“دا لومړيتوبونه د افغانستان سختو حالاتو ته په کتو ټاکل شوي او هغه کسان چې خطر کې دي بايد ومنل شي. بله خوا هغو افغانانو ته هم بايد لومړيتوب ورکړل شي کوم چې له اسټراليا او ايتلافي ځواکونو سره يې کار کړی وي.

لدې وړاندې تير اګيست مياشت کې د اسټراليا حکومت افغانانو لپاره د ۳۰۰۰ ويزو اعلان کړی وه.

د حکومت د ويزو اعلان څخه څو ساعته وړاندې د اسټراليا پارلمان په افغانستان کې د اسټراليا پوځي او بشري ماموريت ته د کتنې رپوټ خپور کړ او په رپوټ کې ټولو هغو ستونزو ته پکې ګوته نيول شوې کوم چې افغانستان کې د اسټراليا پوځي ماموريت د ناکامی سبب شول.

 

 


شریکول
خپور شوی 21/01/2022 په 4:18pm
اپډیټ شوی 22/01/2022 په 4:53pm
لخوا Eden Gillespie
سرچینه: SBS News