ولې پاکستان کې زيږدلي د اسټراليا د کريکټ ملي لوبغاړي ته د هند ويزې ځند د خبرونو سرټکي جوړ کړل؟

د اسټرالیا ستوری کريکټ لوبغاړی عثمان خواجه وروسته له هغه هند ته ځي چې له ځنډ او ناندريو وروسته د هند حکومت هغه ته ويزه ورکړه ترڅو هند کې له اسټراليايي لوبډلې سره هند خلاف لوبه وکړي.

A man standing in front of microphones.

Usman Khawaja is facing visa problems ahead of Australia's Test tour of India. Source: AAP / Darren England

KEY POINTS:
  • Pakistan-born Khawaja will fly out of Melbourne on Thursday.
  • It comes more than a day later than planned, after an anxious wait for his visa to be approved.
  • It's not the first time he's faced this problem, and Cricket Australia is hopeful he'll receive clearance soon.
ستوری توپ وهونکی عثمان خواجه د ویزې د مسلې له حل وروسته هغه ته په هند کې له خپل اسټرالیایي ټیم سره یوځای کیدو اجازه ورکړل شوه.

پاکستان کې زیږیدلی خواجه به د پنجشنبې په ورځ له میلبورن څخه الوتنه وکړي، له پلان څخه یوه ورځ وروسته، ځکه هند حکومت د هغه ويزې ورکړې کې ځنډ وکړ.

هندوستان ويزې تصویب ډیری وختونه پیچلي وي او وخت اخلي ولې د عثمان خواجه په قضيه کې د هغه ټولې لوبډلې ته په وخت ويزه ورکړل شوه او هغوی هند ته سفر هم وکړ ولې عثمان خواجه پاتې شو.

د اسټرالیا ۱۸ کسیزه ټيم د سه شنبې او چهارشنبه په ورځو کې په بنګلور کې د دوی تمریناتي کمپ ته ورسيدل.
LISTEN TO
Pakistani factories are closing due to the lack of international market image

پاکستان کې سوداګر وايي بهرني هيوادونه د پاکستان پر ځای له هند څخه توکي واردوي

SBS Pashto

18/02/202008:10
هند ته د ننوتلو لپاره د ویزې پروسه له غوښتونکو څخه پوښتنه کوي چې ایا دوی یا د دوی والدین پاکستانیان دي. دا لومړی ځل نه دی چې خواجه، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې زېږېدلی، هند ته د ننوتو پر مهال د ویزې له ننګونو سره مخ شوی دی.

په ۲۰۱۱ کې، توپ وهونکي په ټولنیزو رسنیو کې د خپلې مایوسۍ څرګندونه وکړه چې هغه ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې هند هیواد ته ننوځي ځکه چې هغه په آسټرالیا کې نه و زیږیدلی.

د چهارشنبه په ورځ ، د آسټرالیا اوپنر په انسټاګرام کې د "Stranded" ، "dontleaveme" ، "standard" او "anytimenow" هشټاګونو سره یو مشهور میم پوسټ کړ.

ټاکل شوې خواجه په روانه میاشت کې په هند کې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه وکړي.

——————————————————-
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ  ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ 

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له  یا څخه ترلاسه کړئ.


شریکول
خپور شوی 2/02/2023 په 9:47am
لخوا SBS Pashto
سرچینه: AAP