LISTEN TO

په آسټراليا کې امامان د روژې اعلان ولې څو ورځې وړاندې کوي؟
09:25
په اعلامیې کې راغلي چې د روژې میاشتې لومړۍ شپه او تراویح د دوشنبې په شپه (۱۱ مارچ) ترسره کېږي.
دغه پرېکړه د آسټرالیا د فتوا شورا د امامانو او د آسټرالیا د لوی مفتي ترمنځ له مشورو وروسته اعلان شوې ده.
د امامانو شورا په اعلامیې کې همدا راز راغلي چې د امامانو شورا غړي د هغو امامانو او عالمانو نظر ته احترام لري چې له دغې پرېکړې سره ممکن مختلف نظرونه ولري.
په اعلامیې کې له ټولو مسلمانانو غوښتنه شوې چې په دې مسئله کې "د مختلفو نظرونو درناوی وکړي او د اسلامي ټولنې د یووالي لپاره کار وکړي."

Credit: Facebook / Australian National Imams Council
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.