د آسټرالیا د امامانو ملي شورا د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه

د آسټرالیا د امامانو شورا اعلان کړی چې راتلونکې شنبه (د مارچ لومړۍ نېټه) په آسټرالیا کې د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

Ramadan Kareem

Source: SBS

د آسټرالیا د امامانو شورا (Australian National Imam Council) لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي‌ چې د مارچ میاشتې لومړۍ نېټه (د شنبې ورځ) په آسټرالیا کې د روژې مبارکې میاشتې لومړی ورځ ده.

د دغې شورا په اعلامیې کې راغلي چې د جمعې په ورځ (د فبرورۍ ۲۸ نېټه) له لمر پرېوتلو وروسته، د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ شپه ده او د تراویح لمونځ ترسره کېږي.

دغه پرېکړه د آسټرالیا د فتوا شورا د غړو، عالمانو او د آسټرالیا د لوی مفتي ترمنځ له مشورو وروسته اعلان شوې ده.

په اعلامیې کې همدا راز راغلي چې د آسټرالیا د امامانو شورا او فتوا شورا د هغو امامانو او عالمانو نظر ته احترام لري چې له دغې پرېکړې سره ممکن مختلف نظرونه ولري.

د امامانو شورا له له ټولو مسلمانانو غوښتنه کړې چې په دې مسئله کې "د مختلفو نظرونو درناوی وکړي او د اسلامي ټولنې د یووالي لپاره کار وکړي."
480562092_1071031678398790_2222717776970150058_n.jpg
Credit: ANIC
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 25/02/2025 په 11:45am
لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS