د آسټرالیا د سیاحت ویزو لپاره د انتظار موده څو برابره زیاته شوې ده

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت یو نوی راپور ښيي چې سیلانیان د کوویډ-۱۹ له وبا وروسته، د ویزو ترلاسه کولو لپاره درې برابره زیات انتظار باسي.

A composite image of a woman holding a passport and a plane taking off

د آسټرالیا د سیاحت ویزو لپاره د انتظار موده څو برابره زیاته شوې ده Source: SBS

مهم ټکي:
  • نوی راپور ښیي چې چینایي سیلانیانو د ویزو ترلاسه کولو لپاره څلور میاشتې انتظار ویستلی دی.
  • د کووید-۱۹ له وبا وروسته د هغو سیلانیانو په شمېر کې هم کموالی راغلی چې غواړي آسټرالیا ته سفر وکړي.
  • د ځینو هېوادونو اوسېدونکي د نورو په پرتله زیاته موده انتظار باسي.
د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت په یوه نوي راپور کې لیدل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په لومړۍ نېټه، د دغه هېواد د پولو له خلاصېدو وروسته د ویزو د غوښتنلیکونو د ارزولو چارې ځنډېدلي دي.

دغه راپور همدا راز د هغو کسانو په شمېر کې د پام وړ کموالی ښیي چې د آسټرالیا د سیاحت او سوداګرۍ ویزو ته غوښتنلیکونه سپاري.

دغه راپور ښيي چې ۷۵ سلنه د سیاحت ویزې په ۵۹ ورځو کې ارزول شوي، پداسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې په ۱۶ ورځو کې ارزول کېدلې.

د سیاحت ویزو لپاره د غوښتنلیکونو د ارزولو موده هم ۱۵ ورځو ته زیاته شوې، پداسې حال کې چې پخوا دغه ویزې په ۷ ورځو کې ارزول کېدې.
Bar graph showing 75 per cent of tourist visas processed in less than 20 days
Bar graph showing 75 per cent of tourist visas processed in less than 20 days Source: SBS
د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۹ کال کې د اپریل او جون میاشتو ترمنځ ۱.۳ میلیونه کسانو د آسټرالیا د سیاحت ویزو لپاره غوښتنلکونه سپارلي وه، مګر له وبا وروسته په همدې مودې کې شاوخوا ۶۹۵ زره کسانو ویزو ته غوښتنلیکونه سپارلي دي.

په همدې حال کې د ځینو هېوادونو اوسېدونکي‌د نورو په پرتله د ویزو ترلاسه کولو لپاره ډېره موده انتظار باسي.

د ځینو هېوادونو اوسېدونکو لپاره د انتظار موده زیاته ده

راپور ښيي چې د اپریل او جون میاشتو ترمنځ د چین هېواد اوسېدونکو د سیاحت ویزو ترلاسه کولو لپاره ۹۰ ورځې انتظار ویستلی دی. پداسې حال کې چې له وبا مخکې به ویزې په ۹ ورځو کې ورکول کېدې.

د یادولو وړ ده چې دغه ګزارش کې هغه موده ښيي چې د لیبر کونډ ټاکنې نه وې ګټلې او سکاټ موریسن د آسټرالیا لومړی وزیر وه.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند اس بي اس ته ویلي چې د پخوانیو غوښتنلیکونو د شتون له امله، د انتظار موده کمول به وخت ونیسي.
A graph showing visitor visa arrivals to Australia has dropped.
A graph showing visitor visa arrivals to Australia has dropped. Source: SBS
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د نوې پالیسي پلي کوي سره به د ویزو ارزونه آسانه شي.

خو د دغه وزارت وياند، د چينايانو د ویزو د زيات ځنډ لامل نه دی ښودلی.

د هغه په وینا، د جون له لومړۍ نیټې راهیسې نږدې ۲.۸ ملیون لنډمهاله او د کډوالۍ ویزې صادرې شوي.

د البنیزي حکومت اعلان کړی چې د ویزو د انتظار مودې کمولو لپاره یې شاوخوا ۳۶ میلیونه ډالر مصرف کړي ترڅو ۵۰۰ کسان د ۹ میاشتو لپاره په دنده وګماري.
Two bar graphs showing top five countries for visa applications in 2018/19 and 2021/22
چین زمانی بزرگ‌ترین منبع گردشگر برای آسترالیا بود، اما اکنون شمار متقاضیان چینایی ویزه‌های ویزیتور به‌شدت کاهش یافته است. Source: SBS
د کورنیو چارو وزارت وایي، د مې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه یې ۲۶۰ اضافي کارمندان هم استخدام کړي ترڅو د لنډمهاله ویزو د غوښتنلیکونو پروسه ګړندۍ کړي او هغه افسران چې دمخه یې د سفر معافیت په صادرولو تمرکز درلود د ویزې ارزولو څانګې ته بېرته ا لیږل شوي.

خو تر اوسه څرګنده نه ده چې آیا د دغه وزارت د کارکوونکو شمېر بېرته د کرونا له وبا مخکې حالت ته رسېدلی او که نه؟

شریکول
خپور شوی 3/11/2022 په 6:46pm
لخوا Charis Chang, SBS Pashto
سرچینه: SBS