د صحرا غږونه: د اوښبه افغانانو اولادونو د لرې پرتو سیمو کیسې شریکې کړې

اوښبه افغانان په ۱۸۶۰م کال کې آسټرالیا ته راغلي او د دغه هېواد په پرمختګ کې یې مهمه رول لوبولی دی.

Desert Voices: Cameleer Descendants Share Their ‘Afghan’ Outback Stories

د صحرا غږونه: د اوښبه افغانانو اولادونو د لرې پرتو سیمو کیسې شریکې کړې Credit: Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan - Canberra

د سویلي آسټرالیا د تاریخ ټولنې او د دغه ایالت د کډوالو موزیم په نوښت د "صحرا غږونه" تر عنوان لاندې یو فرهنګي پروګرام جوړ شو چې د اوښبه افغانانو اولادونو په ګډون کړی و.

د دغه پروګرام موخه دا وه ترڅو د اوښبه افغانانو د ژوند کیسې او د هغوی د سفرونو خاطرې ثبت او مستند شي، ترڅو د موزیم او د هېواد د تاریخي آرشیف برخه وګرځي.

د اوښبه افغانانو د اولادونو ترڅنګ په دغه پروګرام کې د افغانستان سفیر، وحیدالله ویسي او د اډېلېډ ښار یو شمېر مېشتو افغانانو ګډون کړی و.
LISTEN TO
The history of Afghan Cameleers: When did Afghan Cameleers come to Australia? image

اسټراليا کې د اوښبه افغانانو تاریخ: اوښبه افغانان څه وخت او له کومو ځايو اسټرالیا ته راغلي وو؟

SBS Pashto

08:19
په آسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي، په دې غونډه کې له ګډون څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د اوښبه افغانانو د اولادونو کیسې د آسټرالیا د داخلي ترانسپورت په جوړښت او همدارنګه د عبادت ځایونو په جوړولو کې د اوښبه افغانانو د مهمې او تلپاتې ونډې یادونه کوي.

هغه همدا راز زیاته کړې چې د اوښبه افغانانو د اولادونو لخوا بیان شوې کیسې نه یواځې دې خاورې ته د افغانانو د کډوالۍ برخه ده، بلکې دا د آسټرالیا د کلتوري او متمدن هویت په جوړولو کې د دوی بنسټیز رول منعکس کوي.

ښاغلي ویسي اس بي اس پښتو ته ویلي "د دې کیسو مستند کول نه یوازې د تاریخ د ساتنې یوه لاره ده، بلکې د هویت د بیا راژوندي کولو او راتلونکو نسلونو ته د لیږدولو لپاره یو کلتوري عمل هم دی."
"د اوښبه افغانانو کیسې ښيي چې زموږ ریښې څنګه د دې خاورې له جوړښت سره تړلې دي او څنګه یې د آسټرالیا د کلتوري هویت په جوړولو کې رول لوبولی دی."

"زه د دې ارزښتناکه نوښت تنظیم کونکو څخه مننه کوم، په ځانګړې توګه د سویلي آسټرالیا د تاریخ له ټولنې او د اوښبه افغانانو له پېژندل شوې تاریخ لیکونکې، ډاکټر پامیلا راجکووسکي څخه چې د کډ میراث د ژوندي ساتلو لپاره هڅې کوي."
LISTEN TO
 The towns of Afghan cameleers image

په آسټرالیا کې د اوښبه افغانانو کلي او د استوګنې ځایونه

SBS Pashto

08:17
په اډېلېډ ښار کې مېشت افغان عرفان عابدي هم په دې غونډه کې ګډون کړی او پر خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي چې په دغه پروګرام کې یې د رضاکارانه کار ویاړ درولود.

هغه لیکلي چې د اوښبه افغانانو کیسې اورېدل "زړه راښکونکې" وې او هغه ته یې دا یادونه کړې چې "له دې خاورې سره د افغان ټولنې اړیکه ژوره، تاریخي او تلپاتې ده.

هغه همدا راز زیاته کړې چې اوښبه افغانانو د آسټرالیا په جوړښت کې مهمه رول لوبولی دی.
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS