د آسټرالیا د مهاجرت وزیر، انډریو جایلز وايي د محکمې له حکم وروسته ۸۰ پناه خوښتونکي له توقیف ځایونو څخه خوشې شوي.
د تېرې اوونۍ د چهارشنبې (نومبر ۸) په ورځ د آسترالیا سترې محکمې د دوه لسېزې وړاندې پرېکړه لغوه کړه او د نامحدودې مودې لپاره د پناه غوښتونکو توقیف یې د دغه هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې اعلان کړ.
انډریو جایلز وايي، حکومت دې پایلې ته چمتووالی درلود او ۸۰ کسان یې په مناسبو ویزو او شرایطو خوشې کړي دي.
هغه اې بي سي راډیو ته ویلي: "موږ ته پکاره وه چې سمدستي خلک خوشې کړو ترڅو د هغې پریکړې اطاعت وکړو چې سترې محکمې زموږ لپاره لازم کړی وه."
جایلز وايي، د ټولنې خوندیتوب د حکومت لومړیتوب و او خوشې شوي کسان به اړ وي چې په منظمه توګه د آسټرالیا فدرالي پولیسو، سرحدي ځواکونو او نورو اړوندو ارګانونو سره په اړیکه کې اوسي او راپور ورکړي.
هغه وايي: "موږ د ټولنې د خوندیتوب لپاره هر ګام پورته کړی دی."
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.