پداسې حال کې چې د طالبانو حکومت راتګ سره اسټراليا زرګونه افغان کډوال په خپل هيواد کې ميشت کړي او نورو زرګونو تمه لري چې راتلونکو کلونو کې اسټراليا ته راوړل شي، ياد هيواد په قطر کې افغانستان لپاره خپل سياسي ماموريت لپاره هم بوديجه ځانګړې کړې.
په داسې حال کې چې په زرګونو افغانان د استرالیا ویزو لپاره ورکړل شوو غوښتنلیکونو ځواب ته په تمه دي، دا پوښتنې راپورته کیږي چې ایا حکومت هغو کسانو سره د مرستې لپاره کافي مرستې کوي کوم چې له طالبانو څخه تښتي؟
د طالبانو په لاس د افغانستان د پلازمینې کابل له سقوط نږدې دوه کاله وروسته هم زرګونه کسان د استرالیا د ویزو د غوښتنلیکونو په اړه پرېکړې ته په تمه دي.
د استرالیا حکومت اعلان وکړ چې په قطر کې افغانستان لپاره خپل موقت ماموریت ( ډیپلوماټیک نمایندګۍ) د دوام لپاره يې اضافي بودیجه ځانګړې کړې ده.
دغه ماموریت په ۲۰۲۱ کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو او په کابل کې د اسټرالیا د سفارت له تړل کېدو وروسته د مرستې او ویزې د غوښتنلیکونو د اسانولو لپاره رامنځته شو.
د ۲۰۲۳-۲۴ فدرالي بودیجه په ۴ کلونو کې ياد ماموريت دوام لپاره ۱۰.۸ ميليون ډالر ځانګړي کړي چې هر کال به ۲.۶ ميليونه ډالر ياد دفتر ته ورکول کيږي.
اسټراليا کې افغان سفير وحیدالله ویسي وايي، د ویزو په بهیر کې ځنډ درک کوي، خو هیله لري چې د افغانانو په اسټراليا کې ميشتيدني لړۍ چټکه شي او د اسټرالیا حکومت ورته لومړیتوب ورکړي.
ښاغلی ويسي وايي، د قطر پلازمينه دوحه کې د اسټراليا دفتر ځکه مهمه دی ترڅو له لارې يې وشي کولی له هغو افغانانو سره مرسته وکړي کوم چې له طالبانو تښتيدل غواړي.
Afghan ambassador to Australia Mr Wahidullah Waissi Credit: Courtesy: Afghan embassy - Canberra
د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، په افغانستان کې د اسټرالیا د حکومت کار د پام وړ دی، چې په کې د کال ۵۰ میلیون ډالرو مرستې پروګرام، د قونسلګرۍ او ویزو مسلې او د بشري حقونو او سیمه ییزو امنیتي اندېښنو په ګډون ګڼ اړخونه شامل دي.
LISTEN TO

د يو افغان کډوال بيړۍ ډوبه شوه سل کسانو ژوند له لاسه ورکړ ولې دی ژوندی پاتې شو
SBS Pashto
19/06/201817:22
د اسټراليا لنډمهاله ماموریت د نړیوالو هڅو سره په ژوره توګه ښکیل او متحد پاتې شوی ترڅو د طالبانو لخوا په تیرو ۲۰ کلونو کې د بشري حقونو د لاسته راوړنو سیستماتیک تخریب پر وړاندې په ګډه کار وکړي او مخه يې ونيسي.
د ښځو او نجونو حقونو مسله تر ټولو مهمه ده چې اسټراليا له خپل شريکانو سره په حل لارو کار کوي.
د اسټراليا حکومت د ځینو کډوالو خدماتو موسسو سره مالي مرسته لږه کړې اوبله خوا او د کډوالو کلنۍ شمير يې ۱۸۰۰۰ ساتلی سره لدې چې د کال ۳۲۰۰۰ کډوالو راوستلو ژمنه کړې وه.
LISTEN TO

افغان ولسوال اسټراليا کې د پناه غوښتنه کړې
SBS Pashto
23/07/201912:43
په ۲۰۲۲ کال کې د پخواني حکومت له خوا افغان کډوالو ته د څلورو کلونو په موده کې د ۱۶۰۰۰ اضافي ويزو ژمنه شوې وه.
آيا په کابل کې به د استرالیا سفارت بیا پرانستل شي او کنه، دا روښانه نده.
د اسټراليا لومړی وزير انتوني البانيزي وايي، د استراليا حکومت به افغانستان کې د وضعيت څار ته دوام ورکړي.
اسټراليا کې د افغانستان تير حکومت سفير ښاغلی ويسي وايي، غواړي چې اسټراليا بيرته افغانستان کې سفارت پرانيزي خو اوسنۍ وضعيت هيله بښونکی ندی.