د آسټرالیا د فدرالي ټاکنو نیټه اعلان شوه

آسټرالیایان به د مې میاشتې په ۳مه نېټه د خپلو استازو د ټاکلو لپاره د رایې اچونې مرکزونو ته ولاړ شي.

Anthony Albanese, wearing a suit, tie and glasses, stands in front of an Australian and Torres Strait Islands flag.

Prime Minister Anthony Albanese will lead the Labor party into the 3 May election. Source: AAP / Lukas Coch

د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې اورېدلی شئ.

د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي نن سهار په رسمي ډول اعلان وکړ چې راتلونکې فدرالي ټاکنې به د مې میاشتې په ۳مه نېټه ترسره شي.

د آسټرالیا د استازو جرګه (ولسی جرګه) ۱۵۱ څوکۍ لري او فدرالي ټاکنې په هرو شاوخوا ۳ کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.

اوسمهال کارګر ګوند په ولسي جرګې کې ۷۷، اپوزیسیون ۵۳ او خپلواک استازي یا کوچني ګوندونه ۱۹ څوکۍ لري.
د آسټرالیا د اپوزیسیون مشر، پیټر ډټن غواړي ترڅو له انتوني البنیزي څخه راتلونکې ټاکنې وګټي او د دغه هېواد ۳۲ لومړی وزیر شي.

ښاغلی ډټن په ۲۰۲۲ کال کې د سکاټ موریسن له ماتې وروسته د اپوزیسیون مشر شو.

د ټاکنو د نېټې له رسمي اعلان وروسته به د نوماندانو لخوا کمپاینونه پیل شي او تر رایې اچونې درې ورځې مخکې به دوام ولري.

په دې موده کې، دا د قانون خلاف ده چې نوماندان په ټلویزیون یا راډیو کې سیاسي اعلانونه وکړي.
LISTEN TO
Pashto_SBSExamines_AI_elections_1908.mp3 image

SBS Examines: آیا مصنوعي ځیرکتیا به آسټرالیا کې د رایې ورکولو په څرنګوالي اغېزه ولري؟

SBS Pashto

19/03/202507:48
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 28/03/2025 په 8:40am
لخوا Anna Henderson
سرچینه: SBS