د اسټراليا نوی ټاکل شوی لومړي وزير انتوني البنیزي د یکشنبې په شپه ناوخته خپل ګوند ۱۰۰۰ پلويانو ته وينا کې وويل، "د آسټرالیا خلکو بدلون ته رایه ورکړې ده."
البنيزي چې ۵۹ کاله عمر لري د يوې معلولې مور لخوا يوازې په حکومتي کور کې لوری شوی وايي، هيله لري چې د نومړي د ژوند کيسه نورو لپاره د هڅونې سبب شي.
ښاغلي البنیزي وویل، "ما د خپل هیواد د ښې راتلونکې لپاره یو مثبت، روښانه پلان وړاندې کړی دی او د حکومت موخه دا ده چې هیڅوک شاته پریږدي، په داسې حال کې چې هیڅوک شاته نه پریږدي. ليبر ګوند به یووالي او خوشبینۍ ته وده ورکړي، نه ویره او ویش ته.
هغه خلکو ته وویل: "دا مهمه نده چې تاسو څنګه رایه ورکړه ... هغه حکومت چې زه یې رهبري کوم هره ورځ به تاسو ټولو ته يو شان درناوی وکړي."
ښاغلی البنيزي څلورم کس دی چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اپوزیسیون او ليبر په مشرۍ حکومت ته بريالي کيدو وياړ لري.
د ليبر ګوند په نيو ساوت ويلز، ویکتوریا، سویلي آسټرالیا او لویدیځ استرالیا کې ډیرې رايې ترلاسه کړې.
اسټراليايانو د سياست يو نوي دور ته رايه ورکړې او د هغې تمه لري.
د ليبر ګوند حکومت ژمنه کړې ترڅو لنډمهاله کډوالو ويزې لرې کړي، ميډيکير (روغتيا ملي سيسټم) ته وده ورکړي او هم اقليم بدلون برخه کې ډير کار وکړي.
د لنډمهالو ويزو يا TPV لرې کول
د ټاکنو کمپاين دوران کې ليبر ګوند لپاره د اسټراليا سرحدونو ساتنې او هم موقتو ويزو مسله ګډوډه وه.
د ليبر ګوند ټاکنو کمپاين دوران کې پدې اړه کومه سخته او ګړندۍ پالیسي نه ده خپره کړې، که څه هم دا يې په ګوته کړل چې د اسټراليا مهاجرت سيسټم ترمیم ته اړتیا لري.
په هرصورت، ښاغلي البانیزي اشاره وکړه چې هغه له اسټراليا څخه بهر د کډوالو طی مراحل کول، دريم هيواد کې د هغوی ميشتول او د پناه غوښتونکو کښتيو بيرته تاوولو له شته پلان څخه ملاتړ کوي، ولې نوموړي د لنډمهاله محافظت ویزو (TPVs) ملاتړ نه کوي او وايي اسټراليا ته راغلي کډوال چې لنډمهاله ويزې يا TPVلري هغوی د دايمي ويزو ترلاسه کولو حق دار دي.
TPVs هغه پناه غوښتونکو ته ورکول کیږي چې پرته له ویزې آسټرالیا ته راځي او وروسته د محافظت مستحق موندل کیږي.
دوی کولی شي تر دریو کلونو پورې په همدې ويزې په اسټراليا کې ژوند وکړي او درې کلونو وروسته د همدې ويزې موده غځول کيږي، او د دې ویزو لرونکي اجازه لري چې کار وکړي او درملنې ته لاسرسی ولري.
ټاکل شوی لومړی وزیر وايي، ليبر ګوند به د بهرنیو کارګرانو د دایمي استوګنې په اړه غور وکړي ځکه د نوموړي په وينا دوی لا دمخه په ټولنه کې ژوند کوي او مالیه ورکوي.
ښاغلي البنيزي وويل، "که تاسو داسې خلک لرئ چې دلته په موقتي ډول راځي، کال په کال، میاشت په میاشت دلته ژوند کوي، نو ولې موږ دوی ته یو څه ډاډ نه ورکوو او په حقیقت کې هغه خلکو ته د پاتې کیدو اجازه نه ورکوو چې د هیواد سره مرسته کوي؟"
د 'اقلیم جنګونو پای ته رسولو' ژمنه
نه ښاغلي البنيزي او نه هم وتلي لومړي وزیر سکاټ موریسن د اقلیم بدلون د دوی د شپږ اونیو ټاکنیزو کمپاینونو مخکښ او مرکزي برخه وه، مګر بیا هم نظرپوښتنو ښودلې چې اقلیم د ملیونونو آسټرالیایانو لپاره د طبیعي پیښو لکه د ځنګلونو اورونو او سیلابونو په وړاندې د ټاکنو کلیدي مسله وه.
د ليبر ګوند د اقلیم پالیسي د ایتلافونو په پرتله ډیر توپير لري او شنونکي وایي چې د دوی په ټاکنو کې د لاسته راوړنو سره همدې مسلې ډيره مرسته کړې.
د ګرين ګوند چې د پارلمان څلور څوکۍ ترلاسه کړې وايي، که چيرې د ليبر ګوند اکثريت سره حکومت جوړ نه کړي نو دوی چمتو دي ترڅو له ليبر ګوند سره د اکثريت حکومت جوړولو کې جوړجاړی وکړي.
د خپلې بریا په وینا کې، ښاغلي البنيزي په چټکۍ سره د اقلیم ژمنې تکرار کړې.
هغه وویل، "په ګډه، موږ کولی شو د اقلیم جنګونه پای ته ورسوو،" هغه زیاته کړه چې آسټرالیا د "د تجدید وړ انرژی سپر پاور" کیدو وړتيا لري.
او وروستۍ ژمنه دا چې د ليبر ګوند ژمنه کړې ترڅو د کال تر پايه د فساد په ضد به د پلټنې يو خپواک کميسيون رامينځته کوي.
ټاکل شوي لومړي وزیر وویل چې د عامه اوریدنې لپاره به فرصت شتون ولري ، او دا به په همدې کميسيون پورې اړه ولري چې دوی به کله خپل کار پيلوي او د تصمیم نیولو واک به کميسيون پورې تړلې مسله وي.
د