Key Points
- د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د استرالیا د اتباعو ژوند ملګري او د هغوی تر ۱۰۰۰ پورې ماشومان بند پاتې دي.
- شاوخوا ۷۰۰۰ افغانان په استرالیا کې د خپلو عزیزانو سره د یوځای کیدو لپاره د ژوند ملګرو ویزو ورکړې په تمه دي.
د اسټرالیا د اتباعو تر ۱۰۰۰ پورې ژوند ملګري او ماشومان د طالبانو واکمنۍ لاندې بند پاتې دي، دا کورنۍ اړ کيږي چې يا خو نا قانونو لارو څخه افغانستان پريږدي او يا نا معلوم مودې لپاره اسټراليا ته راتګ لپاره انتظار وباسي.
د ۲۰۲۲ کال تر پایه د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۵۳۷ ماشومانو په ګډون نږدې ۷،۰۰۰ افغانان د خپلو ژوند ملګرو د غوښتنلیکونو نهايي کیدو ته په تمه دي.
زر تنه په افغانستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې پراته دي، او پاتې نور یې د نړۍ په نورو هيوادونو کې ميشت دي.

Around 7000 Afghan nationals are still waiting for their family visas, some for more than a decade. Credit: CPL Dustin Anderson
هغه وویل: "دا شميرې حيرانوونکي دي، او د يادو شميرو شاته خلک شتون لري او له يادو کسانو سره دلته په اسټراليا کې دايمي اوسيدونکي او تابعيت لرونکي اړيکې لري. افغانستان کې بند پاتې کسان له خطرناکو شرايطع سره مخ دي."
د هغو ويزو شمير چې لا هم پروسس ته په انتظار اوږد ځنډ هم رامینځته کړی، او شاوخوا ۱۰۰۰ کسان له لسو کلونو ډيرې مودې څخه انتظار کې دي چې د اسټراليا ويزې ترلاسه کړي.
د ليبر ګوند د مهاجرت وزارت هغه لارښود لغوه کړ چې کښتيو له لارې غير قانوني راغلو کډوالو باندې خپلو کورنيو اسټراليا ته راوستلو بنديز لګيدلی وو.
لدې وروسته کښتيو له لارې راغلي کسان هم کولی شي له بهر څخه اسټراليا ته خپل ژوند ملګري او ماشومان دعوت کړي.
LISTEN TO

څنګه مو خپل TPV او SHEV ويزه د اسټراليا په دايمي ويزې بدلوی شئ؟
SBS Pashto
14/02/202312:30
د طالبانو د واکمنۍ لاندې پاتې شو
د اسټراليا دايمي ويزه او تابعيت لرونکي کسان له بهر څخه خپل د ژوند ملګري او يا ماشومان په (subclass 300) ويزه اسټراليا ته راغوښتلی شي.
د دايمي ويزو او تابعيت لرونکو کسانو عزيزان چې اسټراليا ته راتګ په تمه دي ۴۱۹۷ ښځې او نجونې، ۲۷۲۴ نارينه او هلکان شتون لري او د ۴ تنو جنسيت ندی مشخص شوی.
سناتور مک کیم له حکومت څخه وغوښتل چې په ګاونډیو هیوادونو کې د بایومیټریک ازموینې د اسانتیا لپاره "هر څه چې ممکنه وي" وکړي، نوموري خبرداری ورکړ چې غوښتونکي له خطر سره مخ دي.
د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند تایید کړه چې د بایومټریک ازموینه د افغانانو لپاره یوه اړتیا ده، خو ویې ویل چې حکومت د کورنیو ویزو غوښتنلیکونو پروسس کولو ته ژمن دی.
دوی وویل، "سره له دې چې په افغانستان کې یو اوږد او بې ثباته وضعیت په دوامداره توګه په هیواد کې د غوښتنلیکونو د پروسس کولو لپاره د ډیپارټمنټ په وړتیا اغیزه کوي، ډیپارټمنټ په فعاله توګه د دې قضیو پروسس ته دوام ورکوي."
"یو ځانګړی ټیم د ۲۰۲۱ په اګست کې په میلبورن کې له افغانستان څخه ويزو غوښتنليک پروسس کولو باندې تمرکز کولو لپاره رامینځته شوی او پلان شتون لري چې د يادې ډلې شمير لا نور هم ډير کړي ترڅو ويزو پروسس کولو چارې ګړندۍ شي.