آسټرالیا په تېرو ۹ کلونو کې له ۱۶ زره او ۵۰۰ څخه زیاتو افغانانو ته بشردوستانه وېزې ورکړې دي

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت وایي په تېرو ۹ کلونو کې یې له ۱۶ زره او ۵۰۰ څخه زیاتو افغانانو ته بشردوستانه ویزې ورکړی دي.

Australian Visa

Source: Getty Images/LuapVision

د آسټرالیا حکومت هر کال یو زیات شمېر هغو کسانو ته د مهاجرت یا بشردوستانه ویزې ورکوي چې په خپل هېواد کې له ځورونې او خطر سره مخ اوسي.

د آسټرالیا د بشردوستانه یا مهاجرت ویزو په پروګرام کې بېلابېلې ویزې شاملې دي او پدې پورې اړه لري چې تاسو له آسټرالیا څخه بهر یاست او یا هم آسټرالیا کې یاست چې د 'کلاس اکس اې'  او   'کلاس اکس بي' په ډلو وېشل شوي.

د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو ترڅنګ هر کال یو زیات شمېر افغانان هم د آسټرالیا د بشردوستانه ویزو پروګرام له لارې آسټرالیا ته راځي.
د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند، د اس بي اس پښتو راډیو د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې د ۲۰۱۳ کال له جولای میاشتې راهیسې، له ۱۶ زره او ۵۰۰ څخه زیات افغانان د بشردوستانه ویزو پروګرام له لارې آسټرالیا ته راغلي دي.

"د ۲۰۱۳ کال د جولای له لومړۍ نیټې راهیسې، د بشردوستانه پروګرام له لارې له ۱۶۵۰۰ څخه زیاتو افغانانو ته ویزې ورکړل شوې دي."
Australian Defence Force evacuation flight which has departed Kabul
Source: AUSTRALIAN DEFENCE FORCE
د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۲۱ کال له آګسټ میاشتې راهیسې آسټرالیا له ۵۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ته د سبکلاس ۴۴۹ لنډمهاله ویزې ورکړي چې له دغې ډلې څخه له ۳۰۰۰ زیاتو کسانو آسټرالیا ته له راتګ وروسته دایمي ویزې ترلاسه کړي او د ۱۵۰۰ نورو کسانو د ویزو کار به جریان کې دی.

"تر اوسه له ۳۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ته د دائمي استوګنې ویزې ورکړل شوي دي او ۱۵۰۰ نور پر غوښتنلیکونو کار روان دی."

"هغه کسان چې په خطر کې دي او د ویزو شرایط پوره کوي، ژر تر ژره به په آسټرالیا کې استوګن شي."

"د آسټرالیا امنیت او خوندیتوب یو مطلق لومړیتوب دی. د غوښتنلک سپارونکي باید د ویزې معیارونه پوره کړي او د کرکټر، امنیت او روغتیا لپاره د عامه ګټو معیارونه پوره کړي."
afghan
د آسټرالیایي ځواکونو پخواني ترجمانان په کانبرا کې د لاریون پرمهال Source: AAP
'د آسټرالیايي ځواکونو ترجمانان او د هغو کورنۍ'

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت همدا راز د اس بي اس پښتو راډیو د یوې په ځواب کې ویلی چې د ۲۰۱۳ کال له جولای میاشتې راهیسې د آسټرالیايي ځواکونو ۲۱۰۰ ترجمانانو او د هغو کورنیو په آسټرالیا کې مېشتېدنه پیل کړې. 

یاد وزارت پدې باور دی چې د آسټرالیایي ځواکونو د پخوانیو همکارانو او د هغو د کورنیو شمېر ممکن تر ۲۱۰۰ کسانو پورته واوسېږي ځکه د افغانستان له سقوط وروسته شاوخوا ۵۰۰۰ کسان آسټرالیا ته په لنډمهاله ویزو راغلي چې یو شمېر یې ممکن د آسټرالیايي ځواکونو پخواني همکاران واوسېږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د آسټرالیايي ځواکونو د پخوانیو همکارانو د کورنیو د غړو په شمول چې هرڅوک فکر کوي د ویزې شرایط پوره کوي کولای شي بشردوستانه ویزو ته خپل غوښتنلیک وسپاري.
په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت د خپل بشردوستانه ویزو په پروګرام کې ۲۶ زره او ۵۰۰ ویزې د افغانستان اوسېدونکو لپاره اعلان کړې ترڅو په راتلونکو څلورو کلونو کې په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکړل شي. تر اوسه پورې پدې اړه دقیق معلومات نشته چې له اعلان شویو ویزو څخه څومره تر اوسه پورې توزیع شوي دي.


شریکول
خپور شوی 29/07/2022 په 8:20pm
اپډیټ شوی 29/07/2022 په 8:33pm