Breaking

هند پر پاکستان د توغندیو بریدونه کړي دي

هندي ځواکونو په پاکستان او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې په یو شمېر ځایونو بریدونه کړي، چې لږترلږه درې کسان یې وژلي او دولس یې ټپیان کړي دي.

India launches strikes on Pakistan

At least three people are dead, including a child, after the Indian army launched an attack on three locations in Pakistan. Source: Getty / Naseer Chudary/Anadolu

هند ویلي، په پاکستان او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې نهه سیمې په نښه کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې اسلام آباد د هند بریدونو ته ځواب ورکوي خو په دې اړه یې جزئیات نه دي شریک کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا وضعیت "شرمناکه" بللی او هیله یې څرګنده کړې چې دا "ژر پای ته ورسیږي."
څه پیښ شول؟

د چهارشنبې په سهار، هندي ځواکونو په پاکستان او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې په نهو ځایونو بریدونه وکړل.

د هند حکومت ویلي چې د دوی وسله والو ځواکونو "د سندور" په نوم عملیات پیل کړي، په کومو کې چې دوی "په پاکستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې جمو او کشمیر کې د ترهګرو زیربناوې په نښه کړې، له کوم ځایه چې د هند ترهګریز بریدونه پلان شوي او لارښوونه یې شوې وه."

"د پاکستان هیڅ پوځي تاسیسات نه دي په نښه شوي. هند د اهدافو په انتخاب او د اعدام په طریقه کې د پام وړ زغم ښودلی دی."
LISTEN TO
Role of media_ad image

هند او پاکستان د جګړې په درشل کې؛ ایا په دواړو هېوادونو کې د رسنیو کار مسلکي دی؟

SBS Pashto

10:35
د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد اصف په وینا د هند په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګدون، لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

"هغوی پر څو ځایونو بریدونه کړي دي، چې ټولې ولسي سیمې دي... زموږ تایید شوي راپورونه ښيي چې درې ولسي وګړي وژل شوي، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی."

عیني شاهدانو ویلي چې له چاودنو وروسته، د پاکستاني کشمیر په پلازمینه مظفر اباد کې برښنا قطع شوې ده.
پاکستان څنګه غبرګون ښودلی دی؟

پاکستان دا بریدونه غندلي او د غچ اخیستلو ژمنه یې کړې ده.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند، اې ار وای (ARY) ته ویلي چې هند په پاکستان کې په دریو ځایونو د توغندیو برید کړی او پاکستان به یې ځواب ورکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چوهدري ویلي: "موږ به په خپل ټاکلي وخت غچ واخلو."

هغه د هند بریدونه "یوه ناوړه پاروونکې هڅه" وبلله.
LISTEN TO
KPK_report_2804 image

په خیبر پښتونخوا کې د للمي ځمکو حاصلات نږدې ۸۰ سلنه کم شوي دي

SBS Pashto

11:18
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې هند له خپل هوايي حریم څخه په پاکستان توغندي توغولي دي.

هغه دا هم ویلي چې د هند د "ترهګرو کمپونو په نښه کولو" ادعا دروغ وه او دا چې بریدونو ملکي سیمې په نښه کړې دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې په هوایي بریدونو کې درې ځایونه په مظفر آباد، کوټلي او بهاولپور کې په نښه شوي دي.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Alexandra Koster
سرچینه: SBS, Reuters, AFP