د کرېکټ نړیواله شورا د افغان ښځینه کریکټرانو رسمي ملاتړ كوي

د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړو د تېر کال په جولای میاشت کې د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتي و چې د افغان ښځینه لوبډلې په جوړولو کې مرسته وکړي.

Afghanistan women's cricket team.png

Credit: SBS/ABC/Supplied

د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې لپاره به یوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړي.

په اعلامیې کې راغلي چې د آسټرالیا، انګلستان او هند له کرېکټ بورډونو سره په همکارۍ به یو ځانګړی مالي صندوق رامنځ ته کړي ترڅو د افغانستان ښځینه کرېکټرانې هغو امکاناتو ته لاسرسی ولري چې ورته اړتیا لري.

د کرېکټ نړیوالې شورا مشر، جې شا ویلي، ویاړي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ "کاري ځواک د ملاتړ صندق" رامنځ ته کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې افغان ښځینه لوبغاړې کولی شي د سپورټ په ډکر کې "خپل سفر ته دوام ورکړي".

د جمهوریت له سقوط مخکې، د افغانستان کرېکټ بورډ له ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره قرار کړی و چې د طالبان له واک ته رسېدو وروسته ۲۲ لوبغاړې آسټرالیا ته راغلي او اوسمهال د آسټرالیا په ملبورن او کنبرا ښارونو کې ژوند کوي.

د ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د کرېکټ له نړیوالې شورا (ای سي سي) غوښتنه کړې وه چې د افغان ښځینه لوبډلې په جوړولو کې مرسته وکړي.


شریکول
خپور شوی 14/04/2025 په 7:32pm
سرچینه: SBS