د محکمې پريکړه: د "انساني شرافت" نشتوالی مګر قانوني، د کډوال هوټل کې توقیف ساتل قانوني وبلل شو

اسټراليا په تيرو کلونو کې له بهر توقيف ځايونو څخه پناه غوښتونکي او کډوال اسټراليا ته درملنې لپاره راوستل لنډمهاله راوستل. د کډوالو اسټراليا ته راوستلو سره هغوی په هوټلونو کې توقيف کول چې ډير له يادو کډوالو څخه کلونو مودې لپاره هوټل کې ساتل شوي. يو کردي-ايراني کډوالو د حکومت دې عمل خلاف محکمې ته شکايت وړاندې کړ او د حکومت دا دريځ يې غير قانوني ياد کړ، ولې محکمې له مياشتو پلټنو وروسته پريکړه واوروله.

Mostafa Azimitabar addresses media outside the Federal Court in Melbourne.

Lawyers for Kurdish-Iranian refugee Mostafa Azimitabar, who brought the legal case, say they are considering appeal options. Source: SBS

کرد-ایراني کډوال مصطفی ایزیمیتبار د میلبورن په دوو هوټلونو کې د ۱۴ مياشتو لپاره توقیف شوی و. هغه وايي چې د هغه په حق کې د حکمې دا تاريخي پریکړه مایوسه کوونکې ده، مګر هغه به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

فدرالي محکمې د فدرالي حکومت د مشروعیت په اړه خپله پریکړه وکړه، ځکه کرونا ويروس وبا دوران کې له بهر څخه کډوال چې درملنې لپاره اسټراليا ته راوړل کيدل هغوی په هوټلونو کې توقيف ساتل کيدل.
محکمې قاضي برنارډ مرفي ووي،د فدرالي حکومت دا عمل انساني وقار خلاف وو ولې بيا په عين وخت کې قانوني وه.

یو کال مخکې دا قضيه د لومړي ځل لپاره د کرد - ایراني مهاجر مصطفی 'موز' ازمیتابار لخوا د فدرالي حکومت پروړاندې راپورته شوه.

LISTEN TO
The mother of an Afghan asylum seeker who took his life in a Brisbane hotel says no one took his son’s illness seriously image

د هغه افغان کډوال په اړه د هغه د مور خبرې واورئ کوم چې دوه اونۍ مخکې يې اسټراليا کې ځانوژنه وکړه

SBS Pashto

01/11/201914:15
قاضي داوموندله چې د مهاجرت وزیر قانوني واک درلود چې هوټلونه د وبا په جریان کې د مهاجرت د توقیف ځایونو په توګه وکاروي.

پداسې حال کې چې پالیسي قانوني وه، هغه وویل چې دا ساتنه انساني وقار خلاف وه او که يو شخص ۱۴ مياشتو لپاره د هوټل په يوه کوټه کې وساتل شي هغه به څومره رواني فشار او نورو ستونزو سره مخ شي.

مصطفی له ۱۴ مياشتو هوټل کې بند ساتلو وروسته په ۲۰۲۱ کال جنورۍ مياشت کې له هوټل څخه ازاد او د اسټراليا لنډمهاله ويزه ترلاسه کړه.

——————————
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ 
ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .


زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 6/07/2023 په 2:19pm
لخوا Biwa Kwan, Finn McHugh
سرچینه: SBS