د لیبرال ګوند لخوا د ټاکنو په ورځ د کډوالو کښتۍ بيرته ستنولو قصدي اعلان یو 'شرمناک عمل' وه

د پخواني لومړي وزیر سکاټ موریسن حکومت د استرالیا سرحدي ځواک ته لارښوونه کړې وه چې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ نيولو او بيرته ستنولو په اړه معلومات خپاره کړي. د اعلان د ټاکنو په ورځ وشو ولې د پناه غوښتونکو کښتۍ يوه اونۍ وړاندې په اوبو کې ونيول شوه او بيرته وليږل شوه.

Asylum seekers arriving by boat

Asylum seekers arriving by boat Source: AAP

 د اسټراليا لومړی وزیر انتوني البنيزي وایي، د پخواني ایتلافي حکومت له خوا د پناه غوښتونکو د کښتۍ سیاسي کول له شرم ډک عمل وه او دا مسله به پلټنې ته وړاندې کوي.
د ليبرال ګوند چې تير حکومت يې په لاس کې درلود ټاکنيز کمپاين موده کې يې د ويرې معلومات خپرول او اسټراليايانو ته يې داسې ښودل چې د ليبر ګوند راتګ سره بيا کډوال کښتيو له لارې اسټراليا ته راځي.
ولې دا مسله دومره حد ته مخې ته لاړه چې يوه اونۍ زوړ خبر د پخواني لومړي وزير په لار ښوونه د ټاکنو په ورځ خپور او رای ورکوونکو ته پيغامونه هم واستول شول.
په ياد خبر کې د کډوالو يوه کښتۍ د اسټراليا په اوبو کې راتګ، د هغې نيول او بيرته ستنولو معلومات ليکل شوي ول.
 
ایري، لومړی وزیر وايي.

د استرالیا سرحدي چارواکو څرګنده کړه چې د پناه غوښتونکو کښتۍ تیره اونۍ د ټاکنو په ورځ بیرته ستنه شوې وه.

د کښتۍ د مداخلې په اړه رای ورکوونکو ته متن پیغامونه هم د لیبرال ګوند لخوا لیږل شوي.

په متن کې لیکل شوي وو: "بيړنې خبر: د استرالیا سرحدي ځواکونو یوه ناقانونه کښتۍ چې غوښتل یې استرالیا ته ورشي مخه یې ونیوله. نن د لیبرال په رایه ورکولو سره زموږ پولې خوندي وساتئ. https://vote.liberal.org.au".

ABC د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د ټاکنو د څارنې دورې په جریان کې جنجالي اعلان د پخواني لومړي وزیر سکاټ موریسن د دفتر په غوښتنه خپور شوی وه.

لومړي وزیر انتوني البنیزي وویل چې دا اقدام "د مناسبو پروسو څخه ټوله ناوړه ګټه اخیستنه" وه او د کښتۍ مداخلې خپرولو لپاره نورمال پروتوکولونه ندي تعقیب شوي.

هغه د جمعې په ورځ ABC راډیو ته وویل، "دا بیان د دې لپاره جوړ او خپور شوی وه چې دا وشي کولی د ټاکنو په ورځ په وروستي دقیقې کې د ویرې کمپاین مخې ته يوسي.

"د پخواني حکومت له خوا د داسې کول د شرم وړ عمل وه او دوی هڅه وکړه چې هر څه سیاسي کړي، مګر هیڅ شی یې حل نه کړ."

لومړي وزیر د کورنیو چارو له وزارته وغوښتل چې د هغو پرېکړو پلټنه وکړي چې د ټاکنو په ورځ د بیان د خپرېدو لامل شوې.

د ليبر ګوند د پارلمان اکثريتو څوکيو ترلاسه کولو په لور

درې سختې سیالۍ به په پارلمان کې د ليبر ګوند د اکثریت اندازه وټاکي، د پداسې حال کې ده چې د فدرالي ټاکنو وروسته د رایو شمیرنه دوام لري.

د جمعې په سهار، د آسټرالیا د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ چې ايتلافي ګوند ۵۹ او ليبر ګوند ۷۵ څوکۍ ترلاسه کړي.

 


 





شریکول
خپور شوی 27/05/2022 په 11:54am