لومړي ځل لپاره يو مسلمان د سکاټلينډ لومړی وزير شو

سکاټلینډ ترټولو ځوان مشر او د لږکیو توکم څخه لومړي ځل لپاره حمزه یوسف د نوی لومړی وزیر په توګه وټاکه.

New First Minister of Scotland, Humza Yousaf standing on an election platform in front of a banner reading "Stronger for Scotland".

Humza Yousaf has been elected new SNP party leader and First Minister of Scotland, becoming the youngest Scot to hold the position. Credit: Jeff J Mitchell/Getty Images

Key Points
  • حمزه یوسف د سکاټلینډ د پخوانۍ مشرې نیکولا سټرجن له استعفا وروسته د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
  • ښاغلي یوسف ژمنه کړې چې د سکاټلنډ د خپلواکۍ لپاره به د خپل ګوند ماموریت ته دوام ورکړي، او سږکال به ټاکنو ته زمينه برابره کړي.
  • د کارګر مشر کیر سټارمر ښاغلي یوسف ته مبارکي وویله مګر وویل چې SNP ګوند يې د سکاټلینډ اقتصاد لپاره "ځوابونه نلري".
حمزه یوسف د سکاټلینډ د نوي مشر لپاره خپل ګوند کې تر نورو ډيرې رايې واخيستلې او لومړنۍ مسلمان شو چې د ياد هيواد مشري په غاړه اخلي.
وروسته له دې چې د ياد ګوند مشرۍ پر سر شخړې چې تېره میاشت د مېرمن سټورجن د ناڅاپي استعفا له اعلان سره پیل شوې ښاغلي یوسف د سکاټلنډ د نشنل ګوند (SNP) غړو۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره بریالی شو.

هغه به د چهارشنبه په ورځ د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي، د یوه منحل شوي حکومت لومړی توکمیز اقلیت مشر او لومړنی مسلمان دی چې د انګلستان د لوی ګوند مشري کوي.

۳۷ کلن به د سکاټلینډ ترټولو ځوان مشر هم وي او دا پداسې وخت کې راځي چې څو میاشتې مخکې ۴۲ کلن ریشي سنک اسيا شاليد سره د انګلستان ترټولو ځوان لومړی وزیر شو.

ښاغلي یوسف د خپلې بریا په وینا کې وویل: "موږ به هغه نسل یو چې سکاټلینډ ته خپلواکي ورکوي." هغه په وروستیو مرکو کې زیاته کړه چې هغه به په رسمي ډول د برتانیا له حکومت څخه د بيليدو لپاره د بلې رایې اجازې غوښتنه وکړي.

د ښاغلي يوسف بري وينا دوران کې د هغه میرمن او مور اوښکې تویولې، هغه د خپلو پلرونو نیکونو ته درناوی وړاندې کړ کله چې دوی په ۱۹۶۰ لسیزه کې له پاکستان څخه سکاټلینډ ته راغلل او هغه مهال يې په سختۍ سره انګلیسي خبرې کولې.

دوی "په خپلو خوبونو کې" تصور نه کاوه چې د دوی راتلونکی لمسی به د دوی د منل شوي وطن مشر شي.

یوسف وویل، "موږ ټول په دې ویاړو چې نن موږ یو واضح پیغام لیږلی دی: ستاسو د پوستکي رنګ یا په حقیقت کې ستاسو باور د هغه هیواد د رهبرۍ په لاره کې خنډ نه دی چې موږ ټول یې کور بولو."

کله چې هغه په ۲۰۱۱ کې د لومړي ځل لپاره د سکاټلینډ پارلمان ته وټاکل شو یوسف په انګلیسي او اردو ژبو لوړه وکړه.
۵۲ کلنې اغلې سټورجن د ۲۰۱۴ کال له نومبر میاشتې راهیسې د لومړۍ وزیرې په توګه دنده ترسره کړې، خو تېره میاشت یې وویل چې د دې توان نه لري چې دندې مخې ته وړلو لپاره نوره انرژي نه لري.

ښاغلي یوسف ته د هغه د بریا مبارکي ویلو سره، هغې هغه ته د "یو غوره مشر" په توګه اشاره وکړه، په ټویټر کې یې زیاته کړه: "زه ویاړم چې هغه زما ځای ونیسي".

شریکول
خپور شوی 28/03/2023 په 3:47pm
وړاندې کوونکی SBS Pashto
سرچینه: AFP