Key Points
- څیړونکو وویل چې د روژې په میاشت کې د روژه نیولو له امله د مسلمان قاضیانو په پريکړو کې د شميرو له مخه د پام وړ بدلون ليدل کيږي او ډيرې پريکړې نرمې وي.
- دوی په هند او پاکستان کې د تيرو ۵۰ کلونو په اوږدو کې د ۱۰،۰۰۰ قاضیانو پریکړو ته کتنه کړې.
یوې نوې څیړنې موندلې چې په هند او پاکستان کې مسلمان قاضیان چې د روژې په میاشت کې روژه نیسي ډیر احتمال لري چې نرمې پریکړې وکړي.
روژه یوه سپیڅلې میاشت ده چې مسلمانان معمولا له سهار څخه تر لمر لوېدو پورې له خواړو یا اوبو پرته تیروي.
دا څيړنه د نړۍ دوه ډير شمير مسلمان لرونکو هيوادونو هر يو هند او پاکستان کې د تيرو ۵۰ کلنو قاضيانو پريکړو ته کتنه کړې، څیړونکو د جرمي سزا ورکولو معلومات تحلیل کړې، او شاوخوا نیم ملیون قضیې او د ۱۰،۰۰۰ قاضیانو پریکړې څيړلي..
LISTEN TO

ولې مسلمانان روژه نيسي؟
SBS Pashto
07/05/201916:01
دوی راپور ورکړی چې د معلوماتو له مخه د روژې په میاشت کې د مسلمان قاضیانو پريکړو نرمي وي او هغوی لخوا برائت ورکولو کې چټک ډيروالی ليدل کيږي ولې بيا بله خوا د غیر مسلمان قاضیانو لپاره هیڅ توپیر نه ليدل کيږي.
د روسیې د New Economic School څيړنې مرکز مطالعې موندلې چې د دواړو هیوادونو قاضیانو د کال د نورو وختونو په پرتله په اوسط ډول د روژې په میاشت کې شاوخوا ۴۰ سلنه ډیر برائت ورکړی.
د بښنې مياشت
څیړونکو دا هم هڅه کړې چې دا اندازه کړي چې ایا ډیرې نرمې پریکړې د روژې څخه وروسته يا مخکې هم ترسره شوي او يا پريکړې بدې وې.
دوی وموندله چې تورن کسان د نرمو پریکړو په پایله کې بيا جرم ته مخه نده کړېد بل جرم د ترسره کولو لپاره هم ندي لاس په کار شوي.
LISTEN TO

پاکستان کې نر ښځي وايي، هر کال ټوله روژه نيسي او ډير عبادتونه کوي
SBS Pashto
02/05/202206:18
د فرانسې د اکس مارسییل پوهنتون کې د مطالعې شریک لیکوال او اقتصاد پوه اوونر سیر وویل, د قاضیانو په پریکړه کولو کې بدلون "د مسلمانانو په رسم کې د نرمۍ مفکورې سره تړاو لري، او دا یو څه د مسیحیانو ترمنځ د کرسمس روح ته ورته دی".
د ۲۰۱۱ یوه څیړنې وموندله چې په اسراییلو کې قاضیانو ډیر احتمال درلود چې د غرمې ډوډۍ خوړلو دمخه مجرمينو لږه اندازه بښنه کوله ولې بيا ډوډۍ خوړلو وروسته پريکړې نرمې وې.
ولې بيا د مسلمانانو کې نوې څیړنې برعکس موندلې چې قاضیان خوړو او اوبو پرته ډير نرم کیږي.
———————————————————————————
ته ولاړ شئ.
زمونږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له یا څخه ترلاسه کړئ.