د اسټرالیا له توقیف څخه ۱۳ کاله بند وروسته هغه شخص خوشې شو کوم چې هيڅ کوم هيواد سره تړاو نه لري

سعيد اماسي تر بل هر بې وطنه وګړی زیات، د اسټراليا په توقيف کې ۱۳ کاله تېر کړل.

Said Imasi

Said Imasi has been released from Sydney's Villawood Immigration Detention Centre. Source: SBS / The Guardian

KEY POINTS:
  • د اسټراليا حکومت د سعيد اماسي خوشې کيدو په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.
  • د ښاغلي اماسي وکیلان دا نه شي ویلای چې هغه ته څومره وخت په استرالیا کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.
  • ښاغلي اماسي ۱۳ کاله د استرالیا په توقیف ځایونو کې تېر کړل.
د یوې لسیزې توقیف وروسته د بې وطنه سړي خوشې کول له يو نا تعريف شوي راز سره مل دی، ځکه ياد شخص وکیلان نشي کولی دا په ډاګه کړي چې دا شخص څومره مودې لپاره اسټراليايي ټولنې ته خوشې شوی.

لدې پټ راز څخه رسنۍ خبرې شوې چې يو بې هيواده شخص چې اسټراليا ته راغلی ولې بيا يې دا نده ثابته کړې چې نوموړی له کوم ځای څخه دی د اسټراليا حکومت لخوا له توقيف څٰخه خوشې کيږي، د اسټراليا حکومت يادې مسلې په اړه له نظر ورکولو ډډه کوي.

د اسټراليا د مهاجرت سيسټم له مخه که کوم شخص اسټراليا ته راشي او هغه بې هيواده يا بې هويت وي نو هغه زندان کې اچول کيږي نه داچې د اسټراليا په ټولنه کې خوشې شي.

د سيد امامي وکيلا وايي، حکومت بايد داسې شرايطو کې روښانه او بشري حقونو سره سم يوه تګلاره ولري.

د فدرالي پارلمان خپلواک وکيلې اليګرا سپنډر چې د سعيد امامي خوشې کولو غوښتنه يې هم کوله وايي، د بې هيواده کسانو توقيف کې وچول د اسټراليا وجدان باندې يو لوی داغ دی او د شته قانون بدليدو غوښتنه وکړه.
Man in suit sits in a chair.
SBS News understands Mr Giles personally intervened in the case. Source: AAP / Bianca De Marchi
ښاغلی امامي له دیارلس کاله توقیف وروسته اسټراليايي ټولنې خوشې شو او نوموړی د استرالیا په تاریخ کې د بې وطنه شخص په توګه تر ټولو ډير وخت په توقيف کې تير کړ.

ښاغلی امامي د پېژندنې اسناد نه لري، او وايي چې هغه په دقیق ډول نه پوهیږي چې چیرته او کله زیږیدلی دی - که څه هم هغه باور لري چې هغه په ۱۹۸۹ کې د هسپانیا په کانري ټاپو کې زیږیدلی، او د زيږيدنې وروسته لویدیځ صحارا ته وړل شوی.

هغه په ۲۰۱۰ کې د جعلي پاسپورټ د اخیستو په شک د میلبورن په هوایی ډګر کې نیول شوی و ، او د هغه وکیلانو په ۲۰۱۹ کې په عالي محکمه کې د غیر معین توقیف د ختمولو هڅه وکړه چې ناکامه شوه.

اغلې بټیسن وویل، پداسې حال کې چې د قضیې ځینې عناصر غیر معمولي وو، بې وطنه خلک د آسټرالیا په توقیف کې شاوخوا 10 سلنه خلک حسابوي، که څه هم توضیحات په دوامداره توګه ندي ساتل شوي.

د ایس بی ایس نیوز ته داسې بريښي چې د مهاجرت وزیر انډریو ګیلس په شخصي توګه د هغه د خوشې کولو لپاره مداخله کړې، که څه هم کله چې د توضیحاتو غوښتنه وشوه د مهاجرت وزير وویل: "دا زما کار نه دی چې د محرمیت دلایلو له امله په انفرادي قضیو تبصره وکړم."

د ښاغلي امامي وکیلې ایلیسن باټیسن تایید کړه چې هغه ته ویزه ورکړل شوې او هغه یې "ډیر خوشبخته" وباله.

خو هغې دا نه ده تایید کړې چې هغه ته څومره وخت په استرالیا کې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شوې، ایا هغه کار کولی شي، یا حتی د اوږدې مودې ویزې لپاره غوښتنه کولی شي او که نه.

ښاغلی امامي د هويت اسناد نه لري، او هغه وايي چې په دقیق ډول نه پوهیږي چې چیرته او کله زیږیدلی دی.

هغه په ۲۰۱۰ کې د جعلي پاسپورټ د اخیستو په شک د میلبورن په هوایی ډګر کې نیول شوی و ، او د هغه وکیلانو په ۲۰۱۹ کې په عالي محکمه کې د هغه خوشې کولو هڅه وکړه ولې ناکامه شوه..

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې د سوډان کورنۍ جګړې د کډوالو کړکېچ لا پسې سخت کړی دی، چې د اټکل له مخې تېره میاشت د تاوتریخوالي له پیلېدو راهیسې ۲۰۰،۰۰۰ کسان کډه کولو ته اړ شوي دي.

اغلې بټیسن وویل هغه خلک چې په سوډان کې زیږیدلي - د میانمار د روهینګیا خلک او په مینځني ختیځ کې کردان په ځانګړي توګه احتمال لري چې بې وطنه وګڼل شي.

شریکول
خپور شوی 18/05/2023 په 6:59pm
لخوا Finn McHugh
وړاندې کوونکی SBS Pashto
سرچینه: SBS