د نړۍ هيوادونو مشران د اقليم بدلون مخنيوي لپاره هوډ کړی چې تر ۲۰۵۰ کال پورې د Greenhouse emmision توليد کچه صفر ته راټيټه کړي.
د نړيوال بانک په يو راپور کې راغلي چې د اقليم بدلون به ۲۱۶ ميليونه کسان د نړۍ ۶ سيمو څخه اړ کړي ترڅو تر ۲۰۵۰ کال پورې خپلو کورونو او سيمو څخه بې ځايه شي.
پوهان وايي، که چيرې د اقليم بدلون مخنيوي لپاره اوس ګام پورته شي نو د مهاجرت کچه تر ۸۰ سلنې پورې راټيټولی شي.
سيدني پوهنتون څخه انډريو او ريناټا د يو کنفرانس کوربه توب کوي ترڅو د نړۍ اقليم بدلون سره د کډوالو او مهاجرو شمير ډيريدو مسلې ته د نړۍ خلکو پام واړوي.
د اقليم بدلون له امله اسټراليا هم له ګڼو طبعي افتونو له خطر سره مخ دی چيرې چې د ځنګولونو اور او بيا لويو ښارونو کې بې ساري سيلاونو راوتل ددې ښکاره نښې څرګندوي.
دا هم ويل چې د بې ځايه شوو کسانو ۲۵ سلنه يې جګړو له امله ولې بيا د اقليم بدلون ۷۵ سلنه کسان بې ځايه کړي.
ټوله نړۍ کې ځنګلي اورونه، سيلاونه، وچکالي او توپانونه ميليونونه وګړي بې ځايه کړي.
اقيم بدلون له امله ځيني کسان په خپلو هيوادونو کې دننه بې ځايه کيږي او بيا يو ډير شمير يې نورو هيوادونو ته کډه کيږي.
اوس سوال دا پيدا کيږي چې که کوم کس هوا بدلون له امله کډوال کيږي نو هيوادونه به د کوم قانون له امله دوی ته پناه ورکوي، ځکه د يادې کډوالی تعريف لا تر اوسه روښانه ندی.
لدې وړاندې د اقليم برخې پوهانو خبرداری ورکړی چې نړۍ کې ۴۲ کوچنۍ سيمې او يا هيوادونه د هوا بدلون له امله اوبو لاندې کيږي.
د اسټراليا شاوخوا ځيني ټاپو وزمې هيوادونه د اقليم بدلون له سختو خطرونو سره مخ دي او ځينو سيمو کې پرلپسې د اوبو کچه لوړيدو حال کې ده.

Thursday Island, where the ancestral lands are being washed away by sea level rise from climate change. Source: Shutterstock