په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته (د ۲۰۲۱ کال د آګسټ د پنځلسمې او د ۲۰۲۳ کال د جون تر دیرشمې ڼېټې پورې) د بشردوستانه ویزو لپاره د افغانانو لخوا ۴۳ زره او ۲۰۰ غوښتنلیکونه سپارل شوي چې د ۱۹۸ زره او ۷۰۰ کسانو نومونه په کې شامل دي.
د اس بي اس نیوز خبر ښيي چې له دغې ډلې څخه د ۵۴ زره افغانانو غوښتنلیکونه رد شوي دي.
مګر بلخوا د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې (د ۲۰۲۱ کال د آګسټ د پنځلسمې او د ۲۰۲۳ کال د جون تر دیرشمې ڼېټې پورې) د آسټرالیا حکومت ۱۲ زره او ۸۲۶ افغانانو ته چې له آسټرالیا څخه بهر یې د بشردوستانه ویزو غوښتنلیکونه سپارلي، ویزې ورکړي دي.
څو اوونۍ وړاندې د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند اس بي اس پښتو راډیو ته ویلي وه چې "حکومت د افغان ټولنې ملاتړ ته ژمن دی" او د "آسټرالیا په بشردوستانه پروګرام کې یې د افغانانو لپاره" تر ۲۰۲۶ کال پورې ۲۶ زره او ۵۰۰ ویزې ځانګړې کړي دي.

- د آسټرالیا د حکومت لخوا تصدیق شوي پخواني محلي کارمندان (LEE) او د دوی د کورنۍ نږدې غړي (ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
- د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو لرونکو افغانانو د کورنۍ نږدې غړي ( ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
- هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) لخوا آسټرالیا ته د بیا میشتیدنې لپاره معرفي شوي اوسي.
- ښځې او نجونې، توکمیز اقلیتونه، +LGBTQI او نورې پیژندل شوې اقلیتي ډلې.