Key Points
- په کابل کې د آسټرالیا سفارت د صافي انجینرنګ لمیټد (Safi Engineering Ltd) په نوم افغان شرکت سره د کرایي جنراتورونو تړون لاسلیک کړی و.
- د دې خصوصي شرکت یو شریک چې اوسمهال په سېډني کې ژوند کوي، د آسټرالیا له حکومت څخه د تاوان غوښتنه لري.
- د شرکت مشر، فرید شکوري اوسمهال په پاکستان کې ژوند کوي او د آسټرالیا بشردوستانه ویزې ته په تمه دی.
د جمهوریت له سقوط دوه میاشتې وړاندې، آسټرالیا په کابل کې د خپل سفارت دروازې بندې کړې.
د سمیع الله نوري لپاره د هغې بدمرغې ورځې یادونه تراوسه ژوندي دي چې کابل سقوط شو.
هغه وايي: "ما فکر کاوه چې زه ویده وم او دا یوازې یو خوب و چې ډیر ژر به پای ته ورسیږي، مګر له بده مرغه داسې نه و."
ښاغلی نوري یو له هغو کسانو څخه دی چې د جمهوریت له سقوط وروسته یې د آسټرالیا بشردوستانه ویزه ترلاسه کړې، مګر تر سقوط وروسته د پروازونو د نشتون له امله مجبوره شوی ترڅو پاکستان ته ولاړ شي او له هغې لارې له خپلو ماشومانو سره آسټرالیا ته ګډوال شي.
هغه چې اوس په سېډني ښار کې ژوند کوي وايي: "پروازونه نه و او لارې بندې وې. داسې وه لکه یوې څاه کې چې غورځېدلې یو. دوه میاشتې وروسته ما په ډیرو هڅو سره وکولای شول چې خپل ځان او ماشومان وژغورم."

Samiullah Noori travelled to Pakistan after receiving an Australian visa and arrived in Sydney in November 2021. Credit: Supplied
یاد شرکت د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې د آسټرالیا له سفارت سره د ۲۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د کرایي جنراتورونو تړون لاسلیک کړی ترڅو سفارت ته برښنا برابره کړي، مګر سفارت دغه تړون د ۲۰۲۱ کال د جون په ۳۰مه نېټه لغوه کړی، په داسې حال کې چې تړون د همدې کال د اګسټ په ۳۱مه نېټه پای ته رسېده.
د تړون له پای ته رسېدو یوه نیمه میاشت وروسته طالبان کابل ته ننوتل او تر هغې وروسته افغان شرکت ته زمینه برابره نشوه ترڅو خپل وسایل له سفارت څخه وباسي.
ښاغلی نوري وايي که چېرې پوهېدل چې سفارت له ۱۸ میاشتو مخکې تړون لغوه کوي او بیا یې نه تمدیدوي نو "دومره پانګونه به یې نه وه کړې."
هغه د آسټرالیا له حکومت څخه د ۱۵ جنراتورونو او پاتې وسایل تاوان غواړي او زیاتوي چې د جنراتورونو د دوو میاشتو کرایه هم د آسټرالیا په حکومت پاتې ده.
یوې منبع اس بي اس پښتو ته ویلي چې د سفارت له تړل کېدو مخکې او وروسته شرکت ته خبر ورکړی ترڅو خپل جنراتورونه لرې کړي. مګر ښاغلی نوري له دغې خبرې سره موافق ندی.
هغه وايي: "لومړی، موږ ته حتی چا د جنراتورونو د چک کولو اجازت ندی راکړی. دوهم، [د سفارت کارکوونکو] تلیفونونو او بریښنالیکونو ته ځواب نه ورکاوو."
" لکه څنګه چې زه نشم کولی له دې ځای [آسټرالیا] څخه افغانستان ته لاړ شم ترڅو خپل ژوند په خطر کې واچوم او توکي وپلورم، نو موږ غواړو د دې پر ځای تاوان ترلاسه کړو."

Samiullah Noori said that when the Taliban entered Kabul, they took documents from the Safi office and damaged the computers. Credit: Supplied
هغه وويل: "که دوی [د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت] ادعا کوي چې دوی د [د پاتې میاشتو] کرایه ورکړې ده، نو دوی باید اسناد وړاندې کړي."
د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند اس بي اس پښتو ته ویلي: "د ۲۰۲۱ کال د مې په ۲۸مه په کابل کې د سفارت تړلو سره، د آسټرالیا حکومت د صافي انجینرنګ په برخه کې د خپلو قراردادي مکلفیتونو سره سم عمل وکړ."
د جنراتورونو د تاوان او دوه میاشتې کرایې ترڅنګ، دریمه غوښتنه د بشردوستانه ویزو غوښتنه ده.
د سمیع الله نوري ورور او د شرکت مشر فرید شکوری د جمهوریت له سقوط وروسته پاکستان ته کډه شوی او اوسمهال د آسټرالیا بشردوستانه ویزو ته په تمه دی.
ښاغلی شکوري وايي، د کابل له سقوط وروسته یې افغان لي پروګرام ته غوښتنلیک سپارلی چې رد شو او له هغه وروسته یې دویم ځل بشردوستانه ویزو ته غوښتنلیک سپاری، مګر تر اوسه یې ویزه نده ترلاسه کړې.

Farid Shokori is currently in Pakistan awaiting an outcome on his humanitarian visa application. Credit: Supplied
"همدا راز زه نشم کولی کابل ته لاړ شم ځکه چې ما اوه کاله د آسټرالیا حکومت ته خدمت کړی او همدا راز زما او د همکارانو لیست چې د آسټرالیا په سفارت کې کار کاوه اوس د طالبانو په لاس کې دی. دوی کولی شي په اسانۍ سره موږ وپیژني"
ښاغلی شکوري د آسټرالیا له حکومت څخه غواړي ترڅو ژر تر ژره یې غوښتنلیکونه و ارزوي ترڅو وکولای شي په آسټرالیا کې خپل نوی ژوند پیل کړي.
هغه وايي: "زه نه پوهیږم چې چېرته روان یم او راتلونکې به ما چېرته یوسي."
"زما غوښتنه د آسټرالیا له حکومت څخه دا ده چې ژر تر ژره دې ما او زما همکاران له دې ناڅرګنده حالت څخه وژغوري."
په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۲۶ زره او ۵۰۰ بشردوستانه ویزې اعلان کړې ترڅو په څلورو کلونو کې په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکړل شي.
د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت په تېرو شاوخوا دریو کلونو کې له نږدې ۲۰ زره افغانانو ته بشردوستانه ویزې ورکړي دي.
د اګسټ د میاشتې په لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت اس بي اس پښتو ته ویلي و چې د انفرادي کېسونو په اړه نشي کولای معلومات شریک کړي.
یاد وزارت وايي، دا چې یو زیات شمېر افغانانو بشردوستانه ویزو ته غوښتنلیکونه سپارلي او هر کال محدود شمېر ویزې باید توزیع شي نو په ۲۰۲۱ کال کې د ترلاسه شویو غوښتنلکونو ارزونه به "څو کاله وخت ونیسي".