۱: مراجعه کول
خپل ډاکټر ته مراجعه وکړئ ترڅو ستاسو حالت وارزوي. ستاسو ډاکټر تاسو ته د درملنې يو پلان جوړوي. ستاسو درملنې پلان له مخه تاسې ۱۰ ځله د عقلي او عصبي داکټر خدمتو ته په وړيا ډول لاسرسی پيدا کولی شئ.

Male doctor writing in patient chart, mid section Source: AAP
۲: ورپيژندل
تاسې کيدای شي چې د ميډي کيار د عصبي روغتيا خدمتو ته ور وپيژندل شئ، يادو خدمتو کې عقلي او عصبي ډاکټر ته ورتګ هم شامله ده چې ستاسو د ډاکټر د درملنې پروګرام يو برخه ده چې له مخه يې تاسې يادو برخې ته ورپيژندل کيږئ.

Mental health at work by AAP Source: AAP
۳:خپله درملنه تعقيبول
ستاسو د روغتيا برخې اړتيا ته په ليدو سره لومړی تاسو ته ۶ ځله عقلي او عصبي متخصص ډاکټر ته د ورتګ پلان در کول کيږي او که چيرې تاسې غواړئ چې ۴ ځله نور هم ياد ډاکټر وګورئ نو خپل GP يا ډاکټر وګورئ چې تاسو ته د ۴ ځله نور ډاکټر ليدو لپاره خط درکړي.

Source: Public Domain
څوک ياد خدمتونه ترلاسه کولی شي؟
ټول هغه کسان چې ميډي کيار کارډ لري او خپل ډاکټر لخوا د عصبي ناروغۍ په اړه معاينه شوي وي.
ياد پروګرام هغه کسانو ته خدمتونه نه ورکوي کوم چې ليونتوب حد ته يې بيماري ډيره شوی وي او يا هم ډيره ژوره عقلي او عصبي بيماري ولري.
له اس بي اس پښتو خپرونې څخه د ميشتيدنې لارښود' Settlement Guide
د ميشتيدنې لارښود: ژور خپګان يا عصبي ناروغۍ خدمتو ته لاسرسی