د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت نږدې ۱۳ زره افغانانو ته بشردوستانه ویزې ورکړي دي

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت، اس بي اس پښتو راډیو سره د بشردوستانه ویزو په اړه وروستي معلومات شریک کړي. مهرباني وکړئ‌ دلته یې ولولئ.

visa

Source: SBS

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت د افغانستان اوسېدونکو لپاره ویزې اعلان کړې ترڅو په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکړل شي.

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند اس بي اس راډیو ته ویلي چې "حکومت د افغان ټولنې ملاتړ ته ژمن دی" او د "آسټرالیا په بشردوستانه پروګرام کې یې د افغانانو لپاره" تر ۲۰۲۶ کال پورې ۲۶ زره او ۵۰۰ ویزې ځانګړې کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي: "افغانستان د بشردوستانه ویزو د ورکړې له پلوه د نړۍ په سر کې ځای لري."

"د کورنیو چارو وزارت، د تصدیق شويو افغان محلي کارمندانو (LEE) او د دوي د کورنیو د بشردوستانه ویزو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکوي."

"غوښتنلیکونه عموماً په لیکلي ډول منل کېږي او د دوی د رسید نیټې سره سم، ژر تر ژره پروسس کېږي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د غوښتنلکونو د ارزونې موده کېدای شي د مختلفو شرایطو د شتون له امله توپیر ولري. د بېلګې په توګه دا چې د بشردوستانه پروګرام څومره ظرفیت لري، د غوښتنلیک سپارونکي شخص شرایط څنګه دي او چېرته موقعیت لري.

هغه همدا راز زیاتوي چې د بشردوستانه ویزو ویش د سختو ارزونو تابع دی او د ویزې له ورکړې مخکې د روغتیا، شخصیت او امنیت ارزونه ترسره کېږي او تر هغې وروسته ویزه ورکول کېږي.
Skilled Migration
Credit: Department of Home Affairs
څومره بشردوستانه ویزې افغانانو ته ورکړل شوي؟

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته (د ۲۰۲۱ کال د آګسټ د پنځلسمې او د ۲۰۲۳ کال د جون تر دیرشمې ڼېټې پورې) د آسټرالیا حکومت ۱۲ زره او ۸۲۶ افغانانو ته چې له آسټرالیا څخه بهر یې غوښتنلیکونه سپارلي، ویزې ورکړي دي.

په همدې مودې کې د بشردوستانه ویزو لپاره د افغانانو لخوا ۴۳ زره او ۲۰۰ غوښتنلیکونه سپارل شوي.

د ۲۰۱۳ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۳ کال د جون تر دیرشمې نېټې پورې تقریباً ۲۵۰۰ افغان محلي کارمندان او د دوي د کورنۍ غړي په آسټرالیا کې مېشت شوي.

په تېره مالي کال کې ۲۶ افغانانو ته د افغان لي پروګرام له لارې بشردوستانه ویزې ورکړل شوي.
کومو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي؟

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت پر وېب پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي چې لاندې څلور ډلې خلک لومړیتوب لري:
  • د آسټرالیا د حکومت لخوا تصدیق شوي پخواني محلي کارمندان (LEE) او د دوی د کورنۍ نږدې غړي (ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
  • د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو لرونکو افغانانو د کورنۍ نږدې غړي ( ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
  • هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) لخوا آسټرالیا ته د بیا میشتیدنې لپاره معرفي شوي اوسي.
  • ښځې او نجونې، توکمیز اقلیتونه، +LGBTQI او نورې پیژندل شوې اقلیتي ډلې.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت له .


شریکول
خپور شوی 10/08/2023 په 8:39am
لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS