مهارت لرونکي مهاجر، نړيوال زده کوونکي او کډوال د ډيسمبر مياشت ۱ نيټې څخه اسټراليا ته راتللی شي

د اسټراليا حکومت خپل پولو پرانيستې پلان له مخه په شرايطو برابر کسانو ته چې د اسټراليا ويزي لري اجازه ورکوي ترڅو د روان کال ډيسمبر مياشت لومړۍ نيټې څخه اسټراليا ته سفر وکړي. اسټراليا د تير کال مارچ مياشت راهيسې خپل پولې تړلې وې او يوازې خپل اتباعو او دايمي ويزو لرونکو ته يې اسټراليا ته راتګ اجازه ورکوله.

Passengers who travelled on Flight SQ237 from Singapore are seen exiting the international arrivals terminal at Tullamarine Airport in Melbourne.

Passengers who travelled on Flight SQ237 from Singapore are seen exiting the international arrivals terminal at Tullamarine Airport in Melbourne. Source: AAP

د روان کال ډيسمبر مياشت لومړۍ نيټې وروسته اسټراليا ځينو په شرايط برابر کسانو پر وړاندې چې د اسټراليا ويزې لري خپل پولې پرانيزي.

دا هغه کسان دي چې اسټراليا يې پر وړاندې له تيرو دوو کلونو راهيسې خپل پولې تړلې وې.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن نن د اسټراليا پولو پرانيستې اعلان وکړ او د اسټراليا ويزه لرونکي چې بشپړ واکسين شوي اوسي قرنطين پرته اسټراليا ته سفر کولو اجازه ورکوي.

يادو کسانو کې بهرني زده کوونکي، مهارت لرونکي مهاجر، بشري مرستو ويزې، کار، سياحت او هم هغه کسان چې کورنۍ غړي له بهر څخه راغواړي.

ښاغلي موريسن وويل، د يادو کسانو راتګ به کرونا ويروس وبا وروسته د اسټراليا بيرته پر خپلو پښو دريدلو کې ډيره مرسته وکړي.

ښاغي موريسن وويل، "د مهارت لرونکو مهاجرو او بهرنيو زده کوونکو اسټراليا ته راستنيدل د بيرته نورمال حالت ته ګرځيدو برخه کې تر ټولو مهم ګام دی."

د اسټراليا فدرال حکومت اټکل کوي چې د ډيسمبر او جنورۍ مياشتو ترمينځ به ۲۰۰،۰۰۰ د اسټراليا ويزه لرونکي ياد هيواد ته راشي.

اسټراليا نږدې ټولو بهرنيانو پر وړاندې خپل پولې تړلې وې او دا لومړی ځل دی چې قرنطين پرته دومره ډير شمير بهرنيانو ته اجازه ورکول کيږي چې اسټراليا ته راشي.

لدې وړاندې نومبر مياشت څخه اسټراليا بهر کې بند پاتې خپل اتباعو او دايمي ويزه لرونکو ته هم اجازه ورکړه ترڅو قرنطين پرته بيرته خپل هيواد ته راستانه شي.

د اسټراليا دايمي ويزو لرونکي او اتباع نږدې کورنۍ غړي هم اسټراليا ته سفر کولی شي.

د سفر کولو تر ټولو مهم شرط دادی چې اسټراليا ته راتونکي کسان بايد بشپړ واکسين شوي اوسي او ترلاسه شوی واکسين هم بايد اسټراليا حکومت لپاره منل شوی واکسين وي.

لا ډير معلومات ترلاسه کولی شئ.

 

 


شریکول
خپور شوی 22/11/2021 په 2:32pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:01pm
لخوا Tom Stayner, Anna Henderson
سرچینه: SBS News