د اسټراليا حکومت مهاجرت ويزو چټک پروسس کولو پلان وړاندې کړ، لدې وروسته څه کيږي؟

د اسټراليا مهاجرت وزير د لکونو ويزو پروسس کولو ستونزې څخه پرده پورته کړه او دا يې څرګنده کړه چې دا مهال د ويزو پروسس کوم ځای کې دی او څنګه دا نورې ويزې ژر پروسس کيږي. حکومت د يادې مسلې حل پلان وړاندې کړ.

A split image showing Immigration Minister Andrew Giles on the left, and people at Melbourne Airport on the right.

Immigration Minister Andrew Giles (left) says planned policy changes would "streamline" temporary visa processing and result in fewer applications in the backlog. Source: AAP, SBS

کوويډ-۱۹ وبا له امله د اسټراليا ويزو پروسس په ټپه دريدو سره دا مهال سلګونه زره ويزو غوښتنليکونه بايد پروسس شي.
اسټراليا کې د کاري ځواک کمښت او نړيوال اقتصاد سره ځان برابرۍ لپاره د اسټراليا حکومت بايد د ويزو پروسس کول چټک کړي.
د اسټراليا د مهاجرت وزیر وايي، حکومت د مهاجرت لويې ستونزې په حل کې پرمختګ کړی.

د چهارشنبه په ورځ په هوبارټ کې د آسټرالیا د مهاجرت انسټیټیوټ ملي کنفرانس کې په وینا کې ، انډریو ګیلس څرګنده کړه چې اوس د ویزې بيرته پاتې برخه "بیکلاګ" شاوخوا ۸۸۰،۰۰۰ غوښتنلیکونو ته رسیدلی.

فدرالي ټاکنو څخه مخکې د مهاجرت وزارت ته نږدې يو ميليون د ويزې غوښتنليکونه سپارل شوي ول چې بايد طی مراحل شوي وای او دا شمير ورځ تر بلې ډيريده، دا غوښتنليکونه غير بشردوستانه ويزو دي.

د مهاجرت وزير ښاغلي ګیلز په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د مهارت لرونکي کارګر ویزې لپاره د وړتیا لپاره لږترلږه معاش به هم ډیر ژر بدل شي.

ښاغلي ګيلز خپل تازه فيسبوک پوسټ باندې ليکلي چې د ليبر ګوند حکومت د هغو کسانو چې لنډمهالو محافظت يا کډوالۍ ويزو باندې اسټراليا کې ژوند کوي او د دايمي ويزو مستحق دي هغه دايمي ويزو باندې بدلې کړي.

حکومت څنګه د برته پاتې او نه پروسس شوو ويزو شمير کې کمی راولي؟

د جولای په میاشت کې، حکومت وویل چې د آسټرالیا د مهارتونو د کمښت بحران ته د رسیدو لپاره هوډ لري چې د ويزو غوښتنليکونو پروسس کول چټک کړي.

په همدې میاشت کې، د کورنیو چارو وزارت اس بي اس نیوز ته وویل چې د مهاجرت وزارت خپل اضافي منابع د همدغو ويزو پروسس کولو ته ځانګړې کړي او هم د ستونزې حل لپاره يې ډير شمير نوي کارمندان په کار ګمارلي.
سپټمبر مياشت کې حکومت اعلان وکړ چې د ۳۶ ميليونو ډالرو پانګونې او ۵۰۰ نوو کارکوونکو ګومارنې سره دا پروسه چټکه کوي.

ښاغلي ګېلز په خپلو خبرو کې وویل چې اوس ۲۶۰ اضافي کارکوونکي د ویزو د غوښتنلیکونو په برخه کې کار کوي او ۲۶۰ نور روزل کیږي.
هغه وویل چې د جون له لومړۍ نیټې راهیسې د مهاجرت ادارې د ۲ ملیون څخه ډیر لنډمهاله او دایمي مهارت لرونکي ویزو غوښتنلیکونه پروسس کړي چې پکې د سياحت، زده کونکو او لنډمهاله ماهرو کارمندانو لپاره ۱.۳۵ ملیون ویزې شاملې دي.

ښاغلي ګیلز وویل "د پالیسۍ بدلونونه" به د لنډمهاله ویزو پروسس هم سم کړي او لږ شمیر یې پروسس کولو لپاره شاته پاتې کيږي. د اسټرالیا مالي بیاکتنه راپور له مخه د جون له لومړۍ نیټې راهیسې شاوخوا ۲.۲ ملیونه نوي ویزې غوښتنلیکونه ترلاسه شوي.
دا د تیر کال په پرتله ۴۹۵،۰۰۰ ډیر غوښتنليکونه دي.

ولې د اسټراليا حکومت د پاتې ويزو غوښتنليکونو پروسس کولو ته ډير ليواله دی؟

ښاغلي ګیلز وویل چې د ويزو پروسس کولو شاته پاتې "بیکلاګ" غوښتنليک ورکوونکو لپاره ناڅرګندتیا رامینځته کړې ، کوم چې نه یوازې د دوی لپاره بلکه د سوداګرۍ لپاره هم ستونزمن دی.

هغه وویل چې دا د "سلګونو زرو خلکو" لپاره ښه نه و چې بريجينګ ویزو باندې وي او دا ويزې هغه مهال ورکړل شوي کله چې د يو فرد ویزې پای ته ورسیږي او دوی د نوي غوښتنلیک پروسې ته انتظار باسي.

هغه د دايمي استوګنې لپاره د لارو چارو د ښه کولو لپاره د فدرالي حکومت هوډ او غوښتنه هم تکرار کړه.
روان کال لپاره اسټراليا ته د دايمې ويزو شمير له ۱۶۰،۰۰۰ څخه ۱۹۵،۰۰۰ ويزو ته لوړ شو.
هغه وویل، "د ټیکنالوژۍ مخکښ کاروبارونه، د طبي څیړنو بنسټونه، او لوی زیربنا شرکتونه په ټوله نړۍ کې د استخدام کولو هڅه کولو ناممکن وضعیت سره مخ دي او نشي کولی د دایمي استوګنې لپاره سپانسر شوي لاره وړاندې کړي، چې په نړیواله کچه سیالي ته اړتیا لري."
ښاغلی ګيلز وايي، د حکومت د دایمي استوګنې ګټې او په لنډمهاله ویزو کې د خلکو د پاتې کیدو په خطرونو پوهیږي.

مهاجرو لپاره لږ ترلږې تنخوا ډيروالی

ليبر ګوند لا دمخه ژمنه کړې وه چې د لنډمهاله مهارت لرونکي مهاجرينو عايد ډير کړي.

د لنډمهاله مهارت لرونکي مهاجرت عاید حد "TSMIT" لخوا مهاجرو لپاره د لږ ترلږه تنخوا حد ټاکي چې باید د لنډمهاله ماهر مهاجر سپانسر کولو په وخت کې ياد فرد ته وړاندیز شي او دا مهال دا رقم د کال $ 53,900 ټاکل شوی او دا هغه حد تنخوا ده چې د نږدې یوې لسیزې راهیسې په خپل ځای پاتې او نده ډيره شوې.

ښاغلي ګیلز وویل چې پوره وخت کار کوونکو ۸۰ سلنه بيا لدې رقم څخه ډيره تنخوا اخلي.

د آسټرالیا د احصایې ادارې په وینا، په آسټرالیا کې د بشپړ وخت بالغ کارګرانو لپاره اوسط له مالیې دمخه عاید په اونۍ کې ۱۷۶۹.۸۰ یا په کال کې ۹۲،۰۲۹.۶۰ دی.

ښاغلي ګیلز وویل، "دا معاش د کار په عصري بازار کې د ماهر مهاجرت لپاره ځای نه لري. دا خورا ټیټ معاش دی او حکومت يې زياتوي ولې ښاغلي ګیلز دا مشخص نه کړ چې حکومت به یې څومره زیات کړي.

د آسټرالیا د سوداګرۍ اتحادیې شورا غوښتنه کړې چې د لنډمهاله مهارت لرونکي مهاجرت عاید حد ټاکلو اداره ياTSMIT دې لږ تر لږه تنخوا ۹۰،۰۰۰ ته لوړ کړي ، بيا بله خوا د اسټرالیا د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې دا باید تر ۶۰،۰۰۰ ډالرو پورې پورته شي.

شریکول
خپور شوی 14/10/2022 په 1:32pm
لخوا David Aidone, SBS Pashto
سرچینه: SBS