یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې پاکستانيو ځواکونو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کور چاپه وهلې ده او د هغه یو ساتونکی یې له ځان سره بیولی دی.
ښاغلی اڅکزی د پاکستان ولسمشرۍ ته نوماند دی او د عمران خان تحریک انصاف ګوند له هغه څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د پښتونخوا د ملي ګوند سکرتر جنرال، عبدالرحیم زیارتوال دغه خبره تایید کړې او په یوه خبرې کنفرانس کې یې ویلي چې په کوټه کې د ښاغلي اڅکزي په کور چاپه وهل شوې او د هغه یو ساتونکی امنیتي کسانو له لایسنس لرونکې وسلې سره نیولی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر پښتنو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر کور چاپه غندلې ده.
د پاکستان د بشري حقونو پخوانی وزیرې شیرین مزاري هم دغه پېښه د غندنې وړ بللې او ویلي یې دي چې هیله لري چې " پارلمان چوپه خوله پاتې نشي".
تر دې دمه پاکستانیو ځواکونو د محمود خان اڅکزي پر کور د چاپې په اړه په رسمي ډول څه ندي ویلي، مګر ډان ورځپاڼې د کوټې د مرستیال کمشنر، سعد اسد له خولې لیکلي چې دغه عملیات د محمود خان اچکزي د کور څنګ ته د ځمکې د بېرته ترلاسه کولو لپاره ترسره شوي دي.