د تېرې اوونۍ د چهارشنبې (نومبر ۸) په ورځ د آسترالیا سترې محکمې د دوه لسېزې وړاندې پرېکړه لغوه کړه او د نامحدودې مودې لپاره د پناه غوښتونکو توقیف یې د دغه هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې اعلان کړ.
د دغه حکم له مخې، حکومت نور نه شي کولای چې بې تابعیته پناه غوښتونکي او یا هغه کسان چې د تللو لپاره بل ځای نه لري، توقیف کړي.
د آسټرالیا د مهاجرت وزیر، انډریو جایلز د دوشنبې په ورځ وویل چې د محکمې له حکم وروسته ۸۰ پناه خوښتونکي له توقیف ځایونو څخه خوشې شوي دي.
انډریو جایلز وايي، حکومت دې پایلې ته چمتووالی درلود او ۸۰ کسان یې په مناسبو ویزو او شرایطو خوشې کړي دي.
فدرالي حکومت وايي چې مجرمین یې په سختو شرایطو خوشې کړي. دوی باید له پولیسو سره په منظمه توګه تماس ولري او د دندې انتخاب محدودیت پرې لګول شوی.
د کورنیو چارو وزیره کلیر اونیل وايي، هغه کسان چې په ویزو خوشې شوي "د آسټرالیا د قانون له مخې خورا سخت شرایط لري".
هغې پارلمان ته ویلي: "د دغو کسانو له ډلې څخه ځینو ډېر ناوړه جرمونه ترسره کړي."
"ځینو یې هغه خلک ځورولي چې لاهم زموږ په هیواد کې دي، او دا هغه قربانیان دي چې موږ یې په اړه اندیښمن یو."
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.