مهم ټکي:
- د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان، سنګاپور، جرمني، فرانسې، ایټالیا او اسپانیا پاسپورټونو لومړی ځای خپل کړی دی.
- د هینلي او پارټنرز ادارې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د آسټرالیا، نوي زیلنډ، چک او پولنډ هېوادونو پاسپورټونو شپږم ځای خپل کړی.
- د آسټرالیا اوسېدونکي د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي.
- د افغانستان پاسپورټ ته د ۱۹۹ هېوادونو په درجه بندۍ کې وروستی ځای ورکړل شوی خو اوسېدونکي یې کولای شي ۲۸ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د هینلي بنسټ د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان، سنګاپور، جرمني، فرانسې، ایټالیا او اسپانیا پاسپورټونو لومړی ځای خپل کړی دی.
د دغو هېوادونو پاسپورټ لرونکي کسان کولای شي د نړۍ ۱۹۴ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وګړي.
سویلي کوریا، سویډن او فنلنډ د پاسپورټونو په نوملړ کې دویم ځال خپل کړی. د دغو هېوادونو وګړي کولای شي د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د پاسپورټونو د درجه بندۍ نوملړ د هینلي او پارټنرز شرکت لخوا خپور شوی. یاد شرکت د دغه لېست د جوړولو لپاره د نړیوال هوایی ټرانسپورټ ادارې (IATA) معلومات کارولي دي.

Source: SBS
د آسټرالیا پاسپورټ لرونکي کسان کولای په اروپا کې له ۴۰ څخه زیاتو ځایونو ته سفر وکړي، پشمول دې جرمني، فرانسې، آیرلنډ، سویډن، هالند او انګلستان.
د اروپا ترڅنګ، آسټرالیایان کولای شي له ویزې پرته د آسیا، افریقا او امریکا په لویې وچې کې لسګونو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي لکه، مالیزیا، فلپین، مکسیکو، مراکش، قطر او عمان.
LISTEN TO

د آسټرالیا د ویزو بېلابېل ډولونه
15:17
اسرائیل او فلسطین له هغو ځایونو څخه دي چې له آسټرالیایانو غوښتل شوي چې هلته د سفر د اړتیا په اړه له سره غور وکړي.
په نړۍ کې ۳۷ داسې سیمې دي چې آسټرالیایان هلته له سفر مخکې باید ویزه ترلاسه کړي او یا هم هلته د سفر اجازه ولري. له دغې ډلې څخه نیمایي یې په افریقا کې دي، پشمول د ګانا ، سویلي سوډان او یوګانډا.
سره لدې چې نارو او پاپوا نیو ګیني د آسټرالیا ګاونډي هېوادونه دي، آسټرالیایان باید دغو سیمو ته له سفر مخکې ویزه ترلاسه کړي.
د هینلي بنسټ د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ ته وروستی ځای ورکړل شوی.
سره لدې چې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ دی، خو د دغه هېواد اوسېدونکي کولای شي د نړۍ ۲۸ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
LISTEN TO

شاهد افریدی وايي که چېرې فرصت برابر شي حاضر دی چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی شي
01:41
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.