د هېنلي د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د سنګاپور پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو با اعتباره او د افغانستان پاسپورټ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ پېژندل شوی دی.
د سنګاپور اوسېدونکي کولی شي د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان او سویلي کوریا پاسپورټونو دویم ځای خپل کړی چې اوسېدونکي یې کولی شي له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته سفر وکړي.
LISTEN TO

د آسټرالیا د تابعیت آزموینې لپاره څنګه چمتو کېدای شئ؟
SBS Pashto
12/10/202307:02
ډنمارک، فنلنډ، فرانسه، جرمني، ایرلند، ایټالیا او هسپانیه په درجه بندۍ کې درېیم ځای لري. د دغو هېوادونو وګړي کولای شي د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د هېنلي د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې آسټرالیا او انګلستان شپږم ځای خپل کړی. د دغو هېوادونو اوسېدونکي د نړۍ ۱۸۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي، مګر لسګونو نورو هېوادونو ته له سفر مخکې باید ویزه ترلاسه کړي.
آسټرالیایان کولی شي په اروپا کې له ۴۰ څخه زیاتو هېوادونو ته سفر وکړي، پشمول دې جرمني، فرانسې، آیرلنډ، سویډن، هالند او انګلستان.
د اروپا ترڅنګ، آسټرالیایان کولای شي له ویزې پرته د آسیا، افریقا او امریکا په لویې وچې کې لسګونو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي لکه، مالیزیا، فلپین، مکسیکو، مراکش، قطر، عمان او متحده عربي امارات.
سره لدې چې نارو او پاپوا نیو ګیني د آسټرالیا ګاونډي هېوادونه دي، آسټرالیایان باید دغو هېوادونو ته له سفر مخکې ویزه ترلاسه کړي.
LISTEN TO

آیا پوهېږئ د اسټرالیا تابعیت کومې ګټې لري؟
SBS Pashto
22/02/202008:16
کوم هېوادونه تر ټولو کمزوري پاسپورټونه لري؟
د هېنلي د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا وروستی ځای خپل کړی.
سره لدې چې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ معرفي شوی، خو د دغه هېواد اوسېدونکي کولای شي د نړۍ ۲۵ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
په درجه بندۍ کې له افغانستان مخکې د سوریې، عراق، یمن او پاکستان نومونه لیدل کېږي.
د سوریې پاسپورټ لرونکي ۲۷، د عراق ۳۰، د یمن او پاکستان اوسېدونکي ۳۲ هېوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي.
د هېنلي او پارټنرز ادارې، دغه لېست د نړیوال هوایی ټرانسپورټ ادارې (IATA) په مرسته برابر کړی دی.
اس بي اس پښتو دغه معلومات د هینلې او پارټنرز ادارې له وېب پاڼې څخه ترلاسه کړي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د یادې ادارې له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ: