په آسټرالیا کې مالي کال د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیلېږي او د راتلونکي کال د جون تر ۳۰مې نېټې دوام پیدا کوي.
د آسټرالیا خزانه دار جیم چالمرز وايي چې فدرالي بودیجه به د ژوند معیارونه د ژوند د لګښتونو په برخه کې پراخو اقداماتو سره ښه شي.
ډاکټر چالمرز وايي چې بودیجه په هغو فشارونو متمرکزه ده چې کورنۍ ورسره مخ دي.
د بودیجې ګټونکي او بایلونکي څوک دي؟
LISTEN TO
د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه | ۲۶ مارچ ۲۰۲۵
SBS Pashto
26/03/202503:39
کټونکي
مالیه ورکوونکي
لیبر حکومت اعلان کړی که چېرې ټاکنې وګټي نو په مالیاتو کې به کموالی راشي.
د کارګر ګوند به د روان کال د جولای له لومړۍ نیټې څخه د ۱۸،۲۰۱ ډالرو او ۴۵،۰۰۰ ډالرو ترمنځ عایداتو باندې د مالیې کچه له ۱۶ سلنې څخه ۱۵ سلنې ته راټیټه کړي، او په راتلونکي کال کې به مالیه ۱۴ سلنې ته راټیټه شي.
د دې بدلون معنی دا ده، هر هغه څوک چې په کال کې له ۴۵۰۰۰ ډالرو څخه ډیر عاید لري، په پیل کې به په کال کې ۲۶۸ ډالر او بیا وروسته ۵۳۶ ډالر اضافي ترلاسه کړي.
تمه کیږي چې دا پلان به په راتلونکو دریو کلونو کې حکومت ته ۱۷ ملیارده ډالر لګښت ولري.
د لومړي کور پېرودونکي
یو زیات شمېر د لومړي کور پېردونکي به وکولی شي د عاید او ملکیت د نرخ محدودیتونو د زیاتوالي له لارې د کور اخیستلو سکیم (Help to Buy scheme) څخه ګټه پورته کړي.
دا سکیم ۴۰،۰۰۰ وړ پیرودونکو ته اجازه ورکوي چې د خپل کور د لګښت تر ۴۰٪ پورې د دولتي مرستې له لارې تمویل کړي، چې یوازې ۲٪ تادیې ته اړتیا لري.
د مجردو افرادو لپاره د عاید حد به له ۹۰،۰۰۰ ډالرو څخه تر۱۰۰،۰۰۰ ډالرو او د واده شویو کسانو لپاره به له ۱۲۰،۰۰۰ ډالرو څخه ۱۶۰،۰۰۰ ډالرو ته لوړ شي.

First-home buyers will get more support under the 2025 federal budget. Source: SBS
د کارګر ګوند اعلان کړی، که چېرې راتلونکې ټاکنې وګټي، نو ټولې کورنۍ او سوداګرۍ به د برښنا د بیلونو لپاره ۱۵۰ ډالره اضافي مرسته ترلاسه کړي.
په دې پلان کې د شپږو میاشتو لپاره د ۷۵ ډالرو دوه مرستې شاملې دي چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه به وغځول شي.
د ټیټ او منځني عاید کارګران
د غیر رقابتي تړونونو بندیز به هغو کارګرانو ته اجازه ورکړي چې په کال کې له ۱۷۵،۰۰۰ ډالرو څخه کم عاید لري ترڅو په اسانۍ سره له سیالي کونکي کارګمارونکي سره یوځای شي یا خپله سیاله سوداګري پیل کړي.
حکومت ویلي چې له دریو ملیونو څخه ډیر کارګران د دې ډول مادو تر پوښښ لاندې راځي، په شمول د هغو کسانو چې په وړکتونونو، ساختماني برخو او د ویښتو جوړولو په برخو کې کار کوي.
څېړنې ښيي چې دا بدلونونه کولی شي موثریت ښه کړي او معاشونه تر ۴٪ پورې لوړ کړي.
د بیر (Beer) څښونکي
د البنیزي حکومت ژمنه کړې چې د ۲۰۲۵ کال له اګست څخه به د دوو کلونو لپاره د بیر مالیه وځنډوي.
دا اقدام به حکومت ته د پنځو کلونو په اوږدو کې ۱۶۵ ملیون ډالر لګښت ولري.

Beer drinkers are a winner in the 2025 federal budget. Source: Getty / Bec Hannaford
حکومت هیله لري چې د کډوالو د کارموندنې شمېرې زیاتې کړي، له همدې امله د ګډوالو د "Economic Pathways to Refugee Integration" پروګرام ته ۷.۷ میلیونه ډالرو اضافي بودیجه ورکوي.
د کډوالو د بیا میشتیدنې پروګرام لپاره هم ۳.۵ ملیون ډالر ځانګړي شوي دي.
څو کلتوريزم
د ټولنیز یووالي د زیاتولو لپاره به حکومت د یهودانو د عبادت ځایونو د بیارغونې، د ټولنیزو مرکزونو ښه کولو او د امنیت لوړولو په ګډون د اقداماتو لپاره ۱۷۸ ملیون ډالر ځانګړي کړي.
د کرکې جرمونو او پیښو د ملي ډیټابیس جوړولو لپاره هم ۳۰۰،۰۰۰ ډالر ځانګړي شوي دي.
بایلونکي
مالیې څخه تېښته
حکومت پلان لري چې د هغو کسانو په وړاندې مبارزه وکړي چې د خپلو مالیاتو بیرته راګرځولو پرمهال جعلي اسناد وړاندې کوي او د آسټرالیا د مالیې ادارې ته یې ۹۹۹ ملیونه ډالر ځانګړي کړي.
دا پانګونه به د پنځو کلونو په اوږدو کې ۱.۸ ملیارد ډالر اضافي مالیاتي عاید راوړي.
LISTEN TO

د انګلیسي ژبې زده کړه: د خوړو د خوند په اړه خبرې کول
SBS Pashto
20/03/202516:42
روسیه او بیلاروس
حکومت به له روسیې او بیلاروس څخه په وارداتو باندې ۳۵ سلنه تعرفې وغځوي.
دا تعرفه د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د روسیې لخوا په اوکراین له برید وروسته معرفي شوي او د ۲۰۲۷ کال د اکتوبر تر ۲۴ پورې به وغځول شي.
د تمباکو اړوند جرمونه
حکومت د تمباکو د غیرقانوني سوداګرۍ سره د مبارزې لپاره ۱۵۶.۷ ملیون ډالر ځانګړي کړي دي چې د دوی په عوایدو یې اغیزه کړې ده.
د ټولنیزو مرستو ترلاسه کوونکي
حکومت د ټولنیزو خدماتو د ډلو لخوا د جاب سیکر او نورو حکومتي تادیاتو د زیاتوالي غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی او په بودیجې کې یې د دولتي تادیاتو زیاتوالی نه دی شامل کړی.