د ملبورن په شمال کې په دوو مسلمانو ښځو د بریدونو په تور یوه ښځه نیول شوې ده

د آسترالیا لومړي وزیر، انتوني البنیزي دا بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې هیڅوک باید د خپل هویت له امله د ناامنۍ احساس ونه کړي.

A police station sign with cloudy sky at the background.

Police have made an arrest in the attack on two women at a Melbourne shopping centre. Source: Getty / Bundit Minramun

د وېکټوریا ایالت پولیسو تایید کړې چې ۳۱ کلنه ښځه یې د ملبورن ښار له پاسکو ویل سیمې څخه نیولی ده.

د پولیسو په اعلامیې کې راغلي چې نیول شوې ښځه په قصدي او بې پروایۍ سره ټپي کولو، غیر قانوني او شدید برید تورنه شوې ده.

د ویکټوریا پولیس ادعا کوي چې تېره اوونۍ دوه ښځې له دې امله په نښه شوي چې سرونه یې پټ و.

له دې وړاندې یوې ښځې چې برید پرې شوی، اس بي اس نیوز ته ویلي و چې هغه باور لري دغه بریدونه د اسلاموفوبیا له امله شوي ځکه چې دواړو ښځو حجابونه اغوستي و.
LISTEN TO
Pashto_sbsexamines_islamophobia_20082024.mp3 image

SBS Examines: اسلاموفوبیا په ورځني ژوند کې

SBS Pashto

21/08/202407:29
د وېکټوریا د پولیسو یوه ویاند ویلي چې "پلټونکي د یوې قرباني ښځې په وړاندې د آنلاین ګواښونو د راپور په اړه هم څیړنو ته دوام ورکوي."

"زموږ په ټولنه کې د تبعیض، نژاد پرستۍ، یا کرکې پر بنسټ چلند لپاره هیڅ ځای نشته او دا ډول فعالیت به ونه زغمل شي."

یوې ښځې د نیول کېدو د خبر له ترلاسه کولو وروسته اس بي اس نیوز ته ویلي چې هغه "عدالت" غواړي او له ادعا شوي برید وروسته لا هم له کور وتلو څخه ویره لري.
په همدې حال کې له چارواکو څخه غوښتل شوي چې د اسلاموفوبیا پیښو مخنیوي او ځواب ویلو لپاره ډیر څه وکړي.

په آسټرالیا کې له اسلاموفوبیا سره د مبارزې لپاره ځانګړی استازی، آفتاب ملک وايي چې د مسلمانانو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو لپاره باید لا ډېر امکانات برابر شي.

د آسترالیا لومړي وزیر، انتوني البنیزي دا بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې هیڅوک باید د خپل هویت له امله د ناامنۍ احساس ونه کړي.
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 19/02/2025 په 4:49pm
اپډیټ شوی 19/02/2025 په 6:31pm
لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS