د بومي اسټراليايانو حق کې په اساسي قانون کې بدلون ټولپوښتنې( ريفرينډم) په ملاتړ او خلاف نظرونه

لکه څنګه چې د راتلونکي ریفرنډم يا ټول پوښتنې په اړه بحثونه ډير شوي، دله مو تاسو ته د بومي اسټراليايانو پارلمان کې غږ شاملولو حق او خلاف نظرونه راخيستي.

Voice showing Linda Burney, Jactina Price and Uluru.

Here are the main arguments for and against enshrining the Voice.

KEY POINTS:
  • استرالیایان به سږکال پارلمان کې د بومي اسټراليايانو غږ شاملولو لپاره په اساسي قانون کې بدلون لپاره رایه ورکړي.
  • پلويان وايي پارلمان کې غږ به بومي خلکو ته د هغو پالیسیو په برخه کې صلاحيت ورکړي کوم چې پر دوی اغیزه کوي.
  • خو مخالفین استدلال کوي چې د بومي اسټراليايانو وړانديز شوی غږ به نه ډير يا لږ هم پر بومي اسټراليايانو اغيز وکړي.
اسټرالیايان به دا پریکړه وکړي چې ایا په اساسي قانون کې پارلمان کې د بومي اسټراليايان غږ شامل کړي او که نه.

د ۱۹۹۹ کال وروسته دا لومړۍ ټول پوښتنه او يا ريفرينډم دی چې په اساسي قانون کې د بدلون غوښتنه کيږي.

اسټراليايان به د کال پای کې پارلمان کې د بومي اسټراليايان غږ شاملولو لپاره هو يا نه ځواب ورکړي.
پوښتنه به داسې وي:
یو وړاندیز شوی قانون: د آسټرالیا د بومي خلکو پیژندلو لپاره د اساسي قانون بدلول د بومي او توریس سټریټ ټاپو غږ په رامینځته کولو سره. ایا تاسو دا وړاندیز شوی بدلون تصویب کوئ؟
د مارچ په میاشت کې د دې ټولپوښتنې د پوښتنې افشا کولو سره ، لومړي وزیر انتوني البنيزي د Uluru Statement from the Heart ذکر وکړ، ځکه د بومي اسټراليايانو تر ټولو معتبره شورا او ګډ ليک همدا غوښتنه کړې وه چې پارلمان کې د بومي اسټراليايانو غږ شامل شي.

"هر څوک دا غواړي چې د بومي اسټراليايانو او نورو ترمينځ رامينځته شوې تشه ډکه شي، او دا هغه مهال کيږي چې له ځايي خلکو سره خبرې او سلا مشورې وشي، او د ا غږ پارلمان ته لار پيدا کړي او بيا همدا غږ واوريدل شي."

د غږ شاملول او بله خوا بيا د هغې خلا نظرونه او دليلونه

د بومي اسټراليايانو پارلمان کې غږ په وړاندې دلیلونه له هغه وخته راهیسې بدل شوي چې مخالفینو په لومړي ځل ادعا وکړه چې دا به د پارلمان د دریمې خونې په توګه کار کوي، چې بيا وروسته دا ادعا بدله شوه.

مګر پارلمان کې د بومي اسټراليايانو غږ شاملولو د فعالیت څرنګوالي په اړه نورې پوښتنې راپورته شوې ، مخالفين دواړه استدلال کوي چې غږ يا ډير صلاحيت ولري او يا هم په کافي اندازه صلاحيت نه لري.

هو ( YES)

  • د بومي اسټراليايانو غږ په پارلمان کي د له سيمه ايزو ټولنو سره اوږدې مودې راهيسې نظرونو تبادلې وړاندیز شوی.
  • بومي خلک بايد هغو پاليسو کې نظر ورکولو صلاحيت ولري کوم چې پر دوی اغيز کوي.
  • کله چې حکومت حکومت بومي اسټراليايانو لپاره پاليسي جوړوي او هغې لپاره د هغوی غږ واوري، پالیسي به ښه وي.
  • دا بدلون به دایمي وي، او راتلونکي حکومتونه به ونه شي کولی چې دا لرې کړي.
  • دا ډاډ ترلاسه کول چې د بومي اسټراليايانو غږ کولی شي له "اجرایوي حکومت" سره خبرې وکړي، يعنې راتلونکي حکومت بدليدو سره به بيا هم دا غږ پر خپل ځای وي.
  • پدې کې به جنډر مساوي وي او د ځوانانو غړي پکې شامل وي ، پدې معنی چې د بومي ټولنو ډیر غږونه به اوریدل کیږي.
  • دا په دقت سره طرحه شوې او د حقوقي کارپوهانو لخوا تصويب شوی غږ دی.
  • ثابت شرایط پدې معنی دي چې استازي به تل حساب ورکوونکي وي.
  • غږ به یو ښه میکانیزم وي چې له لارې یې مشترک المنافع حکومت سره د Truth and Treaty پروسې په برخه کې خبرې اترې وکړي.
  • پارلمان، او د استرالیا خلک به بیا هم د هغه څه په اړه چې قانون کیږي حتمي خپل نظر شريک کړي.

نه (No)

    دا سمبولیک دی، او د سیسټماتيک مسايلو حل لپاره کوم چې بومي اسټراليايان ورسره مخ دي بايد يوه داسې اداره جوړه شي چې حقيقي قدرت ولري.

    حکومتونه کولی شي د بومي اسټراليايانو پارلمان کې غږ ادارې لخوا وړانديز شوي نظرونه او يا مشورې رد کړي که چيرې د حکومت په خوښه نه وي.

    غږ په اساسي قانون کې يو ځانګړی نسل ورزیاتوي.

    ځکه چې غږ به د پارلمان لخوا ډیزاین کيږي، راتلونکي حکومتونه کولی شي هغه بدل کړي یا یې له مینځه یوسي.

    بومي خلک لا دمخه په پارلمان له پخوا ډير غړي لري او دوی هر کله استازيتوب کولی شي.

    کې د بې ساري کچې د داخلي نمایندګۍ له لارې غږ لري.



    Truth and Treaty باید د VOICE څخه مخکې عملي شي.
    • It's symbolic, and fixing systemic issues facing Indigenous communities would require a body with actual power.
    • Governments can ignore its advice if they don't like it.
    • The Voice adds race to the constitution.
    • Because the Voice will be designed by parliament, future governments could change or sideline it.
    • Indigenous people already have a voice via an unprecedented level of Indigenous representation in parliament.
    • Truth and Treaty should come before the Voice.

    شریکول
    خپور شوی 24/06/2023 په 5:37pm
    لخوا Finn McHugh
    سرچینه: SBS