د نیو ساوت وېلز ایالت د افغانانو د همکارۍ ټولنې (ACSA) د دوشنبې په ورځ هغه افغان میرمنې وستایلې چې مهمې لاسته راوړنې یې درلودې.
د نیو ساوت وېلز ایالت د افغانانو د ټولنې مشر، محمد نادر اعظمي له اس بي اس پښتو راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوي هر کال څو مهمې ورځې لکه د مور، ښځې او داسې نور ورځې ټولې یو ځای لمانځي.
یادې ټولنې سږکال په څلورو ګټګوریو کې ۱۸ افغان میرمنو ته جایزې ورکړي چې په لاندې ډول دي:
- هغه میرمنې چې اکادمیک فعالیت لري.
- هغه میرمنې چې کاروبار کوي یا د بشردوستانه خدمتونو په برخه کې فعاله دي.
- هغه میرمنې چې د دعوت په برخه کې فعالیت لري.
- مور یا انا

Credit: SBS Pashto / Mujeeb Muneeb
ښاغلی اعظمي وايي، د دوي ټولنه له ۲۰۱۴ کال راهیسې هر کال د ښځو لپاره دغسې غونډې جوړي او یواځې دوه ځله د کرونا د وبا له امله ندي توانېدلي د افغان میرمنو د ستاینې لپاره غونډه جوړه کړي.
اس بي اس پښتو راډیو د غونډې له یو شمېر ګډوانوالو سره مرکې ترسره کړي، تاسو کولای شئ د مصاحبو د اورېدلو لپاره د پلې (Play) تڼۍ ته فشار ور کړئ.
زمونږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.