د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د کرېکټ له نړیوالې شورا (ای سي سي) څخه غوښتنه کړې ترڅو د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې په جوړېدو کې مرسته وکړي.
د جمهوریت له سقوط وروسته، د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړې آسټرالیا ته راوستل شوي دي.
دغه لوبغاړې د کرېکټ له نړیوالې شورا غواړي چې په آسټرالیا کې د کډوالو لوبډله جوړه شي.
اس بي اس پښتو د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې له پخوانۍ لوبغاړې حلیمې نوري سره د همدغې موضوع په اړه مرکه ترسره کړې. تاسو کولی شئ لا ډېر معلومات په ترسره شوې مرکې کې واورئ.