کرېکټ بورډ: افغان لوبډله به د تېر پنځوس اوریز جام په څیر د بریاوو لړۍ په راتلونکي نړیوال جام کې هم روانه وساتي

CRICKET-WC-T20-2024-TROPHY

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، تمه ده چې افغان لوبډله به د کرېکټ په نړیوال شل اوریز جام کې ښه وځلېږي Source: AFP / FAROOQ NAEEM/AFP via Getty Images

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د افغانستان کرېکټ بورډ په راتلونکي نړیوال جام کې د ګډون لپاره د بشپړ چمتووالي خبر ورکوي او وايي چې افغان لوبډله ویسټ انډیز ته رسیدلې او هلته په تمریناتي کمپ بوخته ده.


د ۲۰ اوریزو لوبو راتلونکی نړیوال جام د امریکا او ویسټ انډیز هېوادونو په ګډ کوربتوب د جون په دوهمه نېټه پیلېږي.

په راتلونکي جام کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره کېږي او په څلورو ګروپونه ویشل شوې چې هر ګروپ کې پنځه پنځه لوبډلې شاملې دي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله بیا په دغه جام کې له نیوزیلنډ، وېسټ انډیز، یوګاندا او پاپوا نیو ګینې سره په یو ګروپ کې ده او بل پړاو ته د تلو لپاره به له دغو لوبډلو سره سیالۍ کوي.

د اعلان شوي مهالویش له مخې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ټولې لوبې په ویسټ انډیز کې پلان شوي او لومړۍ لوبه به يې د جون په څلورمه له یوګانډا سره وي.

مهرباني وکړئ لا دېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول