افغانستان کې له فقر او غربت سره مخ افغانان وروسته له هغې یو ځل بیا اندېښمن شوي، چې د روژې په را رسېدو سره بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.
که څه هم د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ په بازارونو کې د نرخ نامو د وېش او نرخونو د کنټرول خبره کړې، خو بیا هم د تېر په پرتله د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
د کابل ښار اوسېدونکي بیا د بیو لوړېدل قصدي کړنه بولي او وایي، چې د روژې په رارسېدو سره سوداګر او هټيوال د خلکو له مجبوریته په استفادې په احتکار لاس پورې کوي او د توکو بیې لوړوي.
د پلازمینې کابل اوسېدونکو له اس بې اس راډیو سره په خبرو کې د خوراکي توکو بیو لوړېدو لامل د کابل ښاروالۍ له لوري د نرخنامو او بازار څخه د څار نه درلودل په ګوته کوي، چې له کبله یې سوداګر او هټیوال خپلسري ته مخه کوي.
مهرباني وکړئ له ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
LISTEN TO

روژه څه وخت فرض شوې او کوم کسان باید روژه ونیسي؟
SBS Pashto
15/03/202410:04