کشمير کې پښتانه اوس هم پښتونولي مخې ته وړي او په پښتو ژبه خبرې کوي.
کشمير سيمه کې نور ډير اوسيدونکي هم وايي چې دوی پښتانه دي او کله چې افغانستان يادې سيمې باندې حکومت کاوه نه له هغه وخت راپديخوا پښتانه يادې سيمې کې ميشت شوي.
داچې کشمير سيمه کې د پښتنو کره شميره نده معلومه ولې اټکل سره ويل کيږي چې نږدې سل زره پښتانه يادې سيمې کې ميشت دي.
د هند کنټرول لاندې کشمير سيمه کې ډيري پښتنو کشميري ژبه خپل لومړنۍ ژبه ګرځولې ولې لدې سره بيا هم زرګونه پښتانه پر پښتو خبرې کوي او پښتونولي مخې ته وړي.
په کال ۱۹۵۴ کې شاوخوا سل زره پښتنو ته د هند دولت لخوا هندي تابعيت ورکړل شو.
نن ورځ هم کشمير کې پښتانه جرګې جوړوي او پښتونولي پر مخ وړي.
کشمير کې د پښتنو يوه ټولنه چې د کوکي خيل افريديو په نامه مشهوره ده د هند کنټرول لاندې په درمغيهاما سيمه کې اوسيږي او ډوی ټول په پښتو ژبه خبرې کوي او هم د پښتو دود او کلتور لمانځي.
اوس هم يادو سيمو کې ميشت پښتانه خپل پښتو کالي اغوندي او هم له ځانو سره تورې ګرځوي.
ويل کيږي چې د هند کنټرول لاندې کشمير مرکزي ښار سرينګر کې هم ځيني پښتنې کورنۍ ميشتې دي کوم چې د يوسفزيو او اچکزيو قومونو سره تړاو لري.
پښتانه ډيره کې هغه مهال کشمير کې ميشت شول کله چې افغانستان ياده سيمه خپل کنټرول کې لرله او بيا بله خوا کله چې کشمير کنټرول د مهراجا ګلاب سينګه لاسته ورغی نو هغه وخت کې يې هم پښتانه کشمير ته راوستل.
کشمير کې د پښتنو اړتيا ته په کتو د يادې سيمې ټلويزيون کې په پښتو ژبه خپرونې هم وړاندې کيږي.

Source: YouTube
جمو کشمير کې د ځينو ميشتو پښتنو کورنيو ريښې کندهار ولايت ته رسيږي او ځيني پښتانه کشمير کې په هندي پوځ او کشمير پوليسو کې دندې ترسره کوي.
د رپوټونو له مخه د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب احمدزی جمو کشمير بارامولا ښوونځي کې زده کړې کړي.
تاسو ته مو دا ټول معلومات په راډيويي رپوټ کې ځای کړي چې دلته يې اوريدلی شئ.