اسټراليا کې طلاق (جلا کيدو) وروسته د ماشومانو حقونه او د والدينو مسوليتونه

Family law concept. Family Paper and Judge gavel on the table

Family Court is always the last option, but resources are available to guide you through the process. Source: Moment RF / Rapeepong Puttakumwong/Getty Images

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

اسټراليا کې د طلاق مسله جدي او د ماشومانو حقونو خونديتوب باندې ټينګار کيږي. د اسټراليا د کورنۍ قانون له مخه که چيرې جوړه کسان جلا کيږي( طلاق اخلي) يو لړ قوانين شتون لري ترڅو د هغوی ماشومانو اوس او راتلونکی تنظيم لپاره کارول کيږي او دا قانون دا ټول طلاق وروسته روښانه کوي. که د طلاق شوو کسانو ماشومان له ۱۸ کلونو څخه کم عمر لري بيا دواړه مور او پلار جلا کيدو وروسته هغوی لپاره پلان جوړوي.


Key Points
  • د آسټرالیا د کورنۍ قانون لاندې د ماشوم ګټې خورا مهم دي
  • ډیری والدین طلاق وروسته غير رسمي هوکړې ته رسيږي ترڅو د محکمې له لږښتونو ځان خلاص کړي.
  • کله چېد ماشوم والدين طلاق وروسته هوکړې ته نه رسيږي بيا د منځګړي مرسته ترلاسه کولی شي.
  • د کورنۍ محکمه ته خپل قضيه وړل تل وروستی انتخاب وي، او هغې لپاره هم لارښوونې شتون لري.
د کورنۍ قانون په مساوي ډول په واده شوو کسانو پلي کیږي.

د قانون له مخه د ماشومانو خونديتوب او هغوی ته اسانتياوو ته لومړيتوب ورکول کيږي، پدې کې مور يا پلار مطرح نه وي بلکې يوازې د ماشوم هوساينه په نظر کې نيول کيږي.

دا پدې معنی ده چې د والدينو جلا کيدو وروسته مور يا پلار په اوتوماتيک ډول د ماشومانو پالونکي نه جوړيږي او نه هم يو له دوی څخه د بل په استازيتوب پريکړه کولی شي.

بيا په ځينو مواردو کې که چيرې تاوتريخوالی يا بله ستونزه موجوده وي نو بيا محکمه ددې صلاحيت لري چې يو والد د خپلو ماشومانو له ليدو يا پالنې څخه منع کړي.

د ماشومانو مالي لګښت او ځينو نورو مسايلو لپاره دواړه والدين يوشان مسوليت لري چې برخه واخلي او دا هم مهمه نده چې ماشوم له کوم والد سره وخت تيروي بلکې د دواړو والدينو مالي او نور مرستې له شرايطو پرته ماشومانو ته ورکول کيږي.
So excited to see daddy!
Equal shared parental responsibility means both parents must support the child financially. Credit: PeopleImages/Getty Images
دا ډير مهمه ده چې طلاق وروسته دواړه جوړه کسان خپل مينځ کې يوې هوکړې ته ورسيږي، ځکه بيا دې ته اړتيا نه وي چې دوی محکمې ته خپل قضيه وړاندې کولو ته مجبوره شي کوم چې ډير لګښت له ځانسره لري.

دا هوکړه رسمي نه وي ولې که والدين رامينځته شوې هوکړه رسمي کول هم غواړي هغې لپاره اداره موجوده ده ترڅو ورته رسمي بڼه ورکړي.
Why are they arguing?
Little girl feeling sad while her parents are arguing in the background. Credit: skynesher/Getty Images
که چيرې والدين کومې هوکړې ته ونه رسيږي بيا دا مسله ته راجع کيدای شي.

تاسو ته مو يادې مهمې مسلې په اړه رپوټ تيار کړی چې لا ډير نور معلومات پکې موندلی شئ، بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول