Key Points
- په آسټرالیا کې، که تاسو باور لرئ چې د لوړې تنخوا لپاره وړ ياست تاسو کولی شئ په هر وخت کې د تنخوا د ډيروالي غوښتنه وکړئ.
- تاسو کولی شئ د خپلې اتحادیې، همکارانو او یا په خپله د معاش د زیاتوالي غوښتنه وکړئ.
که تاسو د خپل کار مشر څخه د معاش د زیاتوالي په اړه د فکر کولو له امله ډار احساس کوئ، تاسو یوازې نه یاست.
د بشري منابعو کارپوه کیټ ګیټلي په وینا، ډیری کارمندان د تنخوا ډيروالي غوښتنه کې د ويرې احساس کوي، ولې په اسټراليا کې بايد داسې نه وي، ځکه دلته د تنخوا ډيروالي غوښتنه يوه عادي مسله ده او هر څوک يې کولی شي.
اسټراليا کې د کاري کلتور پلوه يو کارمند کولی شي د تنخوا ډيروالي غوښتنه وکړي.
آغلې ګیټلي وايي، پداسې حال کې چې د تنخواوو د زیاتوالي په اړه مقررات په کاري ځایونو کې توپیر لري، دا عموما د کارمندانو لپاره د منلو وړ دی چې خپل د تنخوا د زیاتوالي په اړه خبرې اترې وکړي.
سوزان ینګ، د لا ټروب په پوهنتون کې د مدیریت (حکومتداري او CSR) پروفیسوره ده، اغلې وايي، په آسټرالیا کې د کال تر ټولو ښه وخت د تنخواوو خبرو اترو لپاره د مالي کال پای ته رسیدو دمخه، د اپریل / می په شاوخوا کې دی.
اسټراليا کې ډير کاروبارونه اړ دي ترڅو قانون له مخه د کار کوونکو تنخوا هر کال لوړه کړي.

If you have signed a job contract, this will likely include conditions about pay rises and their timeline. Credit: djgunner/Getty Images
تاسې څنګه د تنخواوو ډيرالي غوښتنه کولی شئ، پدې اړه مو تاسو ته يو رپوټ چمتو کړی، لا ډير معلومات بشپړ رپوټ کې واورئ.