مورنۍ ژبې زده کړه او کارونه د ماشومانو ذهني او روحي سلامتيا ته ګټه رسوي

February 21 is International Mother Language Day.

د فبروری ۲۱ د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ده Source: Supplied

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

آيا پوهيږئ ولې ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ لمانځل کيږي؟


ملګرو ملتونو لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۹۹ کې د فبروری مياشت ۲۱ نيټه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونوموله او په کال ۲۰۰۰ کې بيا دا ورځ په ټوله نړۍ کې ولمانځل شوه.

اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې د اسټراليا پوهنتون استاد ډاکټر احسان آزري وويل، هغه زده کوونکي چې خپل مورنۍ ژبې ترڅنګ د بلې ژبې زده کړه کوي زيرک وي او مورنۍ ژبه ډيره کې د يو زده کوونکي بڼسټ جوړوي.

د ډاکټر آذري په وينا، څيړنو دا موندلې چې اونسيو څيړنو موندلې، مورنۍ ژبې باندې خبرې د يو ماشوم ذهنيت ته وده ورکوي او ترڅنګ يې روحي سلامتيا ته ډيره ګټه رسوي.

ماشومان مورنۍ ژبې زده کړې او پرې خبرو سره خپل پر ځان باور ترلاسه کوي او خپل فرهنګي هويت باندې پوهيږي کوم چې له دوی سره په ژوند کې ډيره مرسته کوي.

د مورنۍ ژبې ساتل، پالل او کارول ستاسو د ژوند پر ټولو برخو مثبت اغيز شيندي.

 


شریکول